نړیوال خبرونه

پېنټاګان ته د طالبانو غبرګون

پېنټاګان ته د طالبانو غبرګون دطالبانو وياند ښاغلي مجاهد د امريکا ددفاع وزرات لخوا خپروو شويو وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښکاره کړ.هغه ځینې تورونه ردکړه چې ګواکي دوی د امريکا د متحده ايالاتو سره لاسليک شوې توافقنامه باندې عمل ندی کړی.

د دغه ډلې ویاند ښاغلي مجاهد ويلي دي چې دوی د امريکا د حکومت سره لاسليک شوې توافقنامه په کامل ډول عملي کړې ده او د امريکا له حکومت څخه هم هيله لري چې دا توافقنامه په پوره ډول عملي کړي.نوموړي دا نه دي ويلي چې دوی څه ډول د امريکا سره خپله توافقنامه عملي کړې ده، ځکه طالبانو بدون له د يوې مادې څخه نورې مهمې مادې ښکاره نقض کړې دي.په افغانستان کې د جګړې راکمول او په دې ډول د باور د فضا رامنځته کول او د سولې په مزاکراتو کې د توافق لپاره اساني رامنځته کول ددې توافقنامې مهم ټکي وو.

خو دویي دغه مهم اړخ هېر کړی دی او په افغانستان کې یې جګړې ته زور ورکړی دی.د طالبانو وياند پخپل بيان کې په دې باندې هم تاکيد کړی دی چې دوی د دوحې توافقنامه د افغانستان د مسلې يوازينۍ حل لار ګڼي او د پوره عملي کیدو غوښتونکي یې دي.

ښاغلي ذبیح الله مجاهد پخپل بيان کې د امريکا متحده ايالتو ته هم ګوته نیولې او ويلي یې دي چې د امريکا حکومت هم بايد دا توافقنامه په سم ډول عملي کړي.طالبان د امریکا ددفاع وزارت د ویاند څرګندونو ته په داسې حال کې غبرګون ښیی چې د یاد وزرات وياند طالبان د دوحې د توافقنامې په نه عملي کولو یاد کړی ول.

پېنټاګان ته د طالبانو غبرګون
پېنټاګان ته د طالبانو غبرګون

بلخوا د پېنټاګان وياند په یوه بيان کې وويل چې طالبانو ددوحې توافقنامه په هغه ډول چې ده‌ نه ده عملي کړې، د یاد وزرات وياند له دې ډلې په افغانستان کې د جګړې د شدت زياتېدل او د القاعده سره د طالبانو د‌تعلقاتو‌ دوام یاد کړی و.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button