ټکنالوجي

څلور ستور مزلي فضا کې د پنځو میاشتو تېرولو وروسته ځمکې ته راکوز شول

دې څلورو ستور مزلو چې په نړیوال فضایي مرکز کې یې پنځه میاشتې تیرې کړې وې بیرته په سلامتۍ سره ځمکې ته راښکته شول

د روسیې، امريکا او جاپان څلور ستورمزلي چې په فضا کې یې پنځه میاشتې تېرې کړې وې په سیمه‌ يیز وخت شنبه د مارچ ۱۱مه ناوخته راښکته شول. د دوی لیږدوونکی کپسول د مکسیکو خلیج کې په اوبو کې ښکته شو.

دوی د SpaceX په کپسول کې د فلوریډا ایالت په ساحل کې روغ رمټ راښکته شول.

دې فضا نوردانو په نړیوال فضایي مرکز کې پنځه میاشتې ماموریت وکړ او تیر کال د اکټوبر په میاشت کې هلته رسیدلي وو.

دوي په نړیوال فضایي مرکز کې ځیني شیان پاک کړل چې هلته ورته اړتیا نه وه، د روسیې دوه سوري شوي کپسولونه یې هم بیرته ورغول چې د مدار څخه د باندې ځای پر ځای شوي و او هم یې په فضا کې د نورې عملې لپاره یوه بیړۍ بدله کړه چې بیړنۍ اړتیا یې وه.

نور ولولئ: د اماراتو تاریخي فضايي ماموریت پیل شو

د دې ماموریت مشري امریکایي ښځینه ستور مزلې نیکول مان کوله، هغه لومړنۍ اصلي امریکایي میرمن شوه چې فضا ته یې سفر وکړ.

د دې ستورمزلو بیړۍ سهار وختي له نړیوال فضایي مرکز څخه ځمکې ته راښکته کیدل پیل کړل او ۱۹ ساعته وروسته په سمندر کې ښکته شول.

ټاکل شوې وه چې هغوي څو ورځې وړاندې ځمکې ته راښکته شوي وای خو دا چې توند باد لګیده او په سمندر کې څپې وې نو اړ شول چې څو ورځې نورې هم په فضا کې تېرې کړي.

دوی د ځمکې په ژوند، خوړو او اوبو پسې خپه شوي وو او خوښ دي چې بیرته راګرځیدلي

میرمن مان تر رارسیدو وروسته وویل چې سفر یې ډیر اوږد و او خوښه ده چې بیرته کور ته ستنیږي.

هغې د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه:”صبر مې نه کیږي چې پر مخ مې باد احساس کړم، تازه واښه بوی کړم او د ځمکې خوندور خواړه وخورم”.

جاپاني فضا نورد بیا ویلي چې د سوشو خوړو ته یې زړه شوی او روسۍ فضا نوردې غوښتل د پلاستیکي کڅوړې پر ځای په اصلي پیاله کې تود چای وڅښي.

د دې کسانو تر ښکته کېدو وروسته اوس په فضایي مرکز کې اووه نور ستور مزلي پاتې دي چې درې یې امریکایان، درې یې روسان او يو یې د عربي متحده اماراتو دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button