تجارت خبرونه

څه باندې یو کال ځنډ وروسته د دوبۍ ایکسپو ۲۰۲۰ نندارتون خلاص شو

 دوبۍ  دوبۍ

له څه باندې یو کال ځنډ وروسته د دوبۍ ایکسپو ۲۰۲۰ نندارتون خلاص شو. د کورونا وېروس له امله په دوبۍ کې د ‘ایکسپو – ۲۰۲۰ ‘ په نامه ځنډول شوی نندارتون اوس خلاص شوی دی.

د نندارتون منتظمین امیداوار دي، چې د وبا خپرېدو له شروع وروسته به دا اولنۍ تر ټولو لوی نندارتون وي، چې شروع کیږی. د دېنندارتون په ۴۳۸ هکتاره ساحه کې به د ۱۹۰ هېوادونو استازي د خپل کلتور، رواجونو او نوښتونو اړوند توکي نندارې ته وړاندې کړي.

د دوبۍ حکومت د دې نندارتون پر تیارولو اووه میلیارده ډالره لګښت کړی دی.ځايي چارواکي امیدوار دي چې راتلونکو شپږ میاشتو موده کې به دې ننداراتون ته د نړۍ له لر او بره ۲۵ میلیونه کسان ورشي او په دغه هېواد کې به سیلګرۍ او پانګونه به ورسره وده وکړي.

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

منتظمین وايي، د نندارتون ټکټونو پلور ته په کتو سره خوښ دي، خو د چارو ماهرین بیا وايي، د سفر په هکله نړیوالو بندیزونو ته په لیدلو سره فکر نه کېږي چې ټاکل شوی هدف به ترلاسه شي. هغه ټول کسان چې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري یې تایید شوي کورونا ضد واکسین کړي وي، کولای شي دې نندارتون کې برخه واخلي.

نندارتون ته ورتلونکو ټولو هغو کسانو چې عمرونه یې له ۱۸ کاله پورته دي، د واکسین ثبوت غوښتل کېږي او نندارتون ته له ننوتو مخکې هم د معایناتو اسانتیا تیاره شوې ده. بل طرف ته د بشري حقوق برخه کې د متحده عربي اماراتو ریکارډ ته په پام سره پر دې نندارتون نیوکې هم شوې. د روانې میاشتې لومړیو کې اروپايي پارلمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې دې نندارتون کې برخه وانخلي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button