ژوند

څه ډول له خپلو ملګرو د مرستې غوښتنه وکړو؟

دا خبره سمه ده چې کله له کوم چا د مرستې غوښتلو ته اړتیا وي یا اړتیا پېښېږي، نو په دې صورت کې پیغام یا بریښنالیک لېږل یا د زنګ وهل خورا آسانه وي.

خو یوې نوې څیړنې موندلې، که تاسو غواړئ چې یو څوک له تاسو سره مرسته وکړي، نو تاسو باید ورسره مخامخ کېنئ او د مرستې په اړه یې وپوښتئ.

څیړونکو موندلې، هغه خلک چې مخامخ د مرستې غوښتنه کوي د هغو کسانو په پرتله چې د ویډیویي زنګ یا بریښنالیک له لارې د مرستې غوښتنه کوي، د مرستې ترلاسه کولو چانس یې زیات کوي.

مخکښ څیړونکي ایم مهدي روغنیزاد ویلي، موږ وموندله چې د مخابراتي چینلونو لکه ویډیویې زنګ وهل یا بریښنالیک له کارولو څخه د مخامخ مرستې غوښتنه کول خورا ښه وي.

د څېړنو پایلو ښودلې هغه خلک چې له خپلو ملګرو مخامخ مرسته غواړي د نورو په پرتله خورا اغیزمن وي او ښایي مرسته ترلاسه کړي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button