نړیوال خبرونه

چین د ماسکونو جوړولوشرکت پرانیسته

لکه څنکه چې تاسو ته معلومه ده چین کې ورځ تر بلې په کرونا ویروس باندې زرګونه خلک اخته کېږي تېره شپه یې اعلان وکړ چې د ماسکونو د کمبود له امله یې په دغې هېواد کې ستره فابریکه پرانیسته.

د چینایي رسنیو د معلوماتو له مخې دغه فابریکه په ډیر لږ وخت کې بشپړه شوه او سمدستي یې په تولیداتو پیل وکړ چې تولید به یې د دې هېواد ټولو وګړو ته ورسیږي د معلوماتو له مخې دغه فابریکه خورا ستره ده چې پکې په سلګونه تنه کار کوونکي کار کوي او د کرونا څخه د ځان ساتلو پر موخه ماسکونه تولیدوي..

د دغې فابریکې په اړه ویل کېږي چې ماسکونه خورا په احتیاط او اغېز ناک ډول جوړ شوي دي چې د کرونا د انتقال او د راتګ مخنیوي کې مهم رول لوبولی شي چینایي رسنۍ وایي، دغه فابریکه په ګوانګژو ایالت کې پرانیستل شوه چې په یوه دقیقه کې خورا ډیر ۱۰۰۰ ماسکونه تولیدوي

چین وایي، چې دوی د دغې ویروس د انتقال د مخنیوي پرموخه عملأ له هر ډول لارو چارو کار اخلي او غواړي چې یاد ویروس کنټرول کړي.

چینایي چارواکي وایي، چې دغې فابریکي په زرګونه جوړ شوي ماسکونه د چین لیرو پرتو سیمو، او ښارونو ته هم انتقال کړي دي او په یو شمېر خلکو یې په وړیا توګه ویشلي دي.

چینایي چارواکي وایي، چې دغې فابریکي په زرګونه جوړ شوي ماسکونه د چین لیرو پرتو سیمو، او ښارونو ته هم انتقال کړي دي او په یو شمېر خلکو یې په وړیا توګه ویشلي دي د چارواکو پر وینا د چین په ټولو ښارونو کې ځانګړي روغتونونه د کرونا ویروس اخته ناروغانو ته خالي شوي دي او یو شمېر یې نوي هم ورته جوړ شوي

د چین حکومت وایي، دوی د کرونا ویروس د مخنیوي پر موخه ناغیړي نه ده کړې او په پیل کې هم لوی روغتون د دغې ناروغیو اخته کسانو ته په یوې اونۍ کې جوړ کړ دا مهال په چین کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نور هم لوړ شوی دی؛ او تر ۸۰ زرو کسانو پورې رسېدلی دی او د مړو شمېر هم تر ۳ زرو واوښت

کرونا ویروس په لومړي ځل د چین په ووهان ښار کې پیل شو چې بیا وروسته د افغانستان په ګډون ۳۳ نورو هېوادونو ته هم انتقال کړی شو.

د چین را وروسته په ایران کې هم دغې ویروس په چتکتیا سره پرمختګ کړی دی چې تر ۱۵ پورې کسان پکې مړه شوي او ۹۵ نور پرې اخته شوي دي.

دغه راز ایران چې له افغانستان سره پر پوله پروت هېواد دی د تګ راتګ له له امله دغه ناروغي هرات ولایت ته هم را ورسېدله چې امله یې یوه مثبته پېښه ثبت شوې او نهه نورې شکمنې وې، خو منفي ثابتې شوې .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button