نړیوال خبرونه

ډاکټرعبدالله: داوربند په اړه له طالبانو سره خبرې جریان لري

ډاکټرعبدالله: د اوربند په اړه له طالبانو سره خبرې جریان لري د افغان حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، ددې لپاره چې د افغانستان خلک له خپلې راتلونکې باور وکړي او د سولې له روانې پروسې ملاتړ نور هم غښتلی شي؛ طالبان باید اوربند کړي۔

ډاکټر عبدالله چې په کابل کې یې د ملي مصالحې عالي شورا د ځوانانو کمېسیون د پرانستنې په مراسمو کې وینا اوروله وویل، چې د خپلې اینده په اړه د افغانستان د خلکو د اطمنان او د سولې پر پروسې د باور د لا  غښتلتیا په موخه باید طالبان اوربند ومني او د جګړې د شدت کچه راکمه کړي.هغه وړاندې زیاته کړې، چې  په اوسني وخت کې د جګړې د شدت کچه لوړه ده چې د منلو وړ نه ده خو په وینا یې، په همدې اړه له طالبانو سره خبرې روانې دي، تر څو اوربند وشي.

ډاکټرعبدالله: د اوربند په اړه له طالبانو سره خبرې جریان لري
ډاکټرعبدالله: د اوربند په اړه له طالبانو سره خبرې جریان لري

هېره دې وي، چې له کابو دریو اوونیو راپدېخوا په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو تر منځ د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پیل شوی دي.د حکومت مذاکراتي ټيم وایي، دوی په مذاکراتو کې خپل لومړیتوبونه او د خبرو پر مېز د بحث وړ موضوعات طالبانو ته سپارلي او هغوی لا په خپلمنځي مجالسو بوخت دي.

د حکومت مزاکراتي ټيم د غړو په وینا، هیلمن دي چې اوربند به د مذاکراتو پر مېز د مطرح کېدونکو موضوعاتو په راس کې قرار ولري.خو دویی په دې هم ټینګار کوي چې دواړه لورې باید د بل خر څه نه زیات د اویربند خبره مطر ح کړي.تر څو په سوله باور زیات شي او افغانستان کې دایمي سوه راشي.

طالبان که څه هم په مذاکراتو کې د اوربند د موضوع له مطرح کېدونکو سره مخالفت نه ښيي؛ خو ټینګار لري، چې مذاکرات باید په اسانه او داسې موضوعاتو پیل شي، چې مشترکات پکې ډېر وي او په اساس یې د دواړو لورو تر منځ د باور فضاء جوړه شي.دویی چې دواړه لورې باید سولې تامین لپاره ګډ کار وکړي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button