نړیوال خبرونه

ډاکټرعبدالله: د سیاسي لانجې حل لپاره خبرو ته چمتو یم

عبدالله، چې د تېرو ټاکنو د پایلو له ردولو وروسته یې ځان بریالی اعلان کړ، نن په سپېدار ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خوا کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د لوړې مراسم هم تر سره شول، په دې مراسمو کې چې تر ډېره یې ولسي بڼه لرله د ثبات او همپالنې ټاکنډلې سلګونه پلویانو برخه لرله.

په ولسي جرګه کې د کونړ پخواني استازي مولوي شهزاده شاهد ښاغلي عبدالله ته لوړه ورکړه.

د خپلې لوړې له مراسمو وروسته ښاغلي عبدالله وویل چې تل یې د خبرو لاره غوره کړې او په تکرار یې وویل چې همدا لاره د سیاسي لانجې د حل لپاره غوره لاربولي او هره شېبه خبرو ته چمتو دی، خو چې په منطق ولاړې وي.

هغه وویل په تېرو ورځو کې یې هم همدا هڅه وکړه، خو د خبرو وړاندیز، د ده په وینا، رد شو. ښاغلي عبدالله وویل د افغانستان د تقسیم لپاره نه بلکې د یووالي لپاره یې ګام پورته کړی.

ښاغلي عبدالله له نړیوالې ټولنې مننه وکړه چې د ټاکنو لګښت کې یې مرسته وکړه. نوموړي وویل داسې یو “دولت” جوړوي چې د خلکو د رایو او ریښتینو اړتیاو پربنسټ ولاړ وي.

نوموړي وویل چې د هېواد د پرمختګ لپاره به له کارپوه کسانو کار واخلي، خو ټینګار یې وکړ چې “د هېواد د ادارې په څرنګوالي کې بدلونونو ته ژمن دی”

عبدالله عبدالله خپل دولت ” د خلکو دولت ” یاد کړ چې د خلکو په خدمت کې به وي. هغه وویل چې د لوی سلاکار، اجرائیه مشر او د هغه د مرستیالانو د لوړې مراسمو به وروسته ترسره کړي. ښاغلي عبدالله د مالیې پخوانی وزیر انوار الحق احدي د اجرائیه مشر په توګه نوماند کړی و.

ښاغلي عبدالله وویل چې دولت یې د ټولو په ګډون باور لري او له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به له اسلامي، ملي او دیموکراتیکو ارزښتونو نه دفاع کوي، خو د خبرو لپاره شرط نه وړاندې کوي، او په دې لاره کې قربانۍ ته چمتو دی.

هغه له طالبانو وغوښتل چې “د خلکو د هرکلي قدر وکړي، د تېرو کلونو لاسته راوړونو ته احترام وکړي، ټولنې بدولون کړی او شاته نه ګرځي او – طالبان – باید ځان د ټولنې زغم ته اماده کړي.”

عبدالله عبدالله وویل له ټولو ګاونډیو او نړیوالو ملګرو سره ګډ کار ته چمتو دی. هغه وویل نړیوال ځواکونو د تل لپاره په افغانستان کې نه پاتې کیږي خو د دغو ځواکونو مسؤلانه وتل د ګډو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره مهم دي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره به هڅه کوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button