نړیوال خبرونه

ډاکټر عبدالله:د ترکیې غونډه کې باید په اوربند توافق وشي

ډاکټر عبدالله:د ترکیې غونډه کې باید په اوربند توافق وشي.داسې وخت چې تمه ده د راتلونکې میلادي میاشتې اپریل کې د ترکیې په استانبول ښار کې د افغان سولې به تړاو غونډه راوبللل شي، او د حکومت په شمول طالبان او سیاسیون به پکې ګډون وکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، یاده ناسته کې باید د بحثونو په ځای ډېر تمرکز د هوکړو په ترسره کېدو وشي.ښاغلی عبدالله له انادوله خبري اژانس سره په خپله تازه انټرویو کې ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې د خپلمنځي مذاکراتو دواړو ټیمونو په دوحه کې ډېرې ناستې کړې دي او ګڼ بحثونه یې تر منځ تبادله شوي دي،

سره له دې چې د قطر پروسه به روانه وي په ترکیه کې د لوړې کچې ناسته جوړېږي چې باید هوکړې ته د رسېدو لپاره پکې کار وشي. هغه وړاندې زیاته کړې، چې ټولې هوکړې کول او د افغانستان قضیه یوه اړخ ته کول به ډېر وخت وغواړي، خو د استانبول په ناسته کې باید د یو شمېر اصولو په اړه توافق وشي او اوربند باید ددې توافقاتو برخه وي.

د عبدالله په خبره د ترکیې په غونډه کې د لوړې کچې طالب چارواکي او د افان حکومت استازي برخه اخلي او دی په تمه دی چې د حکومت او طالبانو تر منځ یوه توافقنامه هم لاسلیک شي.د ښاغلي عبدالله لخوا پورتنۍ څرګندونې داسې  مهال دي، چې تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې په استانبول کې د افغان سولې په هکله د لوړې کچې یوه ناسته راوغوښتل شي.

20210326 173648
عبدالله عبدالله

یاده غونډه چې د طالبانو او حکومت له استازو هاخوا د سیمې یو شمېر مملکتونه هم ورته رابلل شوي، د امریکا په وړاندیز د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې جوړېږي.د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ددې ناستې د جوړېدو خبرونه تایید کړي او د افغانستان د سولې پروسه کې يې د همکارۍ او ملاتړ خبر هم ورکړی.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button