نړیوال خبرونه

ډاکټر عبدالله قطر ته سفر کوي

ډاکټر عبدالله قطر سفر کوي.د ملي پخلاينې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن ماښام د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته ځي او هلته به د افغانستان سولې په اړه په دوو مهمو ناستو کې ګډون وکړي.

د ملي پخلاينې د عالي شورا اداره وايي، له عبدالله عبدالله سره په دې سفر کې د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد سعادت منصور نادري او يو شمېر نور چارواکي ملګري دي.که څه هم تر اوسه په دې اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوې، خو د ملي پخلاينې عالي شورا سرچينو ويلي، چې دغه دواړه ناستې د سيمه‌ييزو او نړيوالو همکارانو په هڅو سبا او بله ورځ د زمري په ۱۹ او ۲۰مې نېټه د قطر پلازمېنې دوحې کې ترسره کيږي.

screenshot 20210809 090659 facebook

دا دواړه ناستې په داسې حال کې جوړيږي، چې د افغانستان سولې بهير تر ډېره په ټپه ولاړ دی او د هېواد په ګڼو برخو کې طالبان د چټک پرمختګ په حال کې دي.له تېرو نږدې درې مياشتو راهيسې طالبانو د هېواد په ګڼو برخو کې له دوو سوو زياتې ولسوالۍ او سلګونه پوځي مرکزونه نيولي

او همداراز ېې له شل زرو زيات پوځيان او پوليسو ته ورته تسليم شوي دي.خو له تېرو څو ورځو راهيسې طالبانو د خپلو چټکو پرمختګونو په لړ کې د نميروز، جوزجان، کندوز، سرپل او تخار ولايتونو مرکزونه له ټولو ملحقاتو سره نيولي دي.

حکومتي چارواکو د طالبانو د وروستيو پرمختګونو پخلی کړی او وايي، چې طالب جنګياليو تېره شپه د بغلان، بلخ او سمنګان ولايتونو پر مرکزونو له ګڼو خواوو بریدونه پيل کړي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button