نړیوال خبرونه

ډاکټر عبدالله هم خپله چوپتیا ماته کړه

ډاکټر عبدالله هم چوپتیا ماته کړه.او د هېواد په روانوحالاتو ېې رسنیزپیغام خپور کړ.نوموړي د پنجشیر په اړه هم ناخوښي څرګنده کړې

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري.ډاکتر عبدالله عبدالله په پنجشیر کې د وروستیو نښتو په اړه هم غبرګون ښودلی.

20210907 162933

نوموړي یو يیغام کې یې یادونه کړې، چې په یاد ولایت کې دردناکې پېښې شوي دي.هغه ویلي چې موږ ټول ددې شاهدان یو چې جګړه هره ورځ ددې هېواد بچیان اخلي، وینې یې تویوي او کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنوي او هېواد مو له انساني پانګې به برخې کوي.

هغه د جنرال عبدالودود او فهیم دشتي په مړینه خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده:((زه سره له هېوادوالو څخه د هغوی د غمشریکۍ او همدردۍ د پيغامونو له استولو څخه د مننې ترڅنګ ټینګار کوم، چې د زور لارې د غوښتنو تحمیلول، هیڅکله مطلوبې پایلې نه لري او د هېوادوالو د رنځ او کړاو د دوام باعث ګرځي.))

عبدالله عبدالله زیاتوي له وروستیو غمجنو پېښو عمیقاً ناراحت او متاثر یم. ډاکتر عبدالله دا خبرې هغه مهال کوی چې د پنجشیر د سقوط کېدو یوه ورځ پوره شوې ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button