نړیوال خبرونه

ډاکټر عبدالله: ولس باید د بهرنیو فوځیانو وتلو وروسته حالاتو ته په ذهنی کې چمتووالی ولري

ډاکټر عبدالله: ولس باید د بهرنیو فوځیانو وتلو وروسته حالاتو ته په ذهن کې چمتووالی ولري .د حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، د بهرنیانو د وتلو په پروسه کې ډېره «کوتاهي» شوې ده.

عبدالله ویلي خلکو ته فرصت نه دی ورکړل شوی، چې د بهرنیو پوځيانو تر وتلو وروسته حالت ته په ذهني ډول چمتو شوي وای.عبدالله چې په کابل کې یې د بشري حقونو د کمېسیون او یوناما له لوري په ګډه رابلل شوې یوې ناستې ته یې خبرې کولې د هیواد روان امنیتي وضعیت ته  یې په اشارې وویل، چې د امریکایي او ناټو عسکرو د وتلو له امله طالبانو ته د جګړې  د زیاتولو فرصت په لاس ورغلی او جګړه یې زیاته کړې.

dr abdullah

نوموړي ویلي چې د بهرنیو پوځيانو د وتلو په پروسه کې کوتاهي شوې او خلکو ته باید فرصت ورکړل شوی وای، چې په ذهني ډول چمتو شوي وای.ده د دولتي عسکرو پر ملاتړ ټینګار کړی او پر طالبانو یې غږ کړی، چې د جګړې له لارې واک ته رسېدای نشي.

عبدالله په پرلپسې  ډول د ولسوالیو سقوط د اندېښنې وړ وباله او یو نه جبرانېدونکی زیان یې یاد کړ، چې دده په خبره، له امله یې د بشري مرستو په رسولو کې خنډونه رامنځته کېږي.د عبدالله پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده

او د وران میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې ښايي له افغانستانه ووځي.امریکا وایي، د عسکرو وتلو بهیر تر پنځوس سلنه زیات بشپړ شوی او زرګونه عسکر له افغانستانه وتلي دي هېره دې نه ږي چې اوس هڅې روانې دی چې د بهذنیو عسکرو وتلو وروسته د افعانستان امنیتي وضعیت په سم ډول مدیریت شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button