نړیوال خبرونه

ډبلیو ایچ او افغانستان ته د کرونا ویروس واکسین ورکوي

د روغتیا نړۍ وال سازمان يا WHO اعلان وکړ چې افغانستان ته به د کویډ١٩ ناروغی ضد واکسین ۳ میلیونه ۲۴ زره ډوزه ولېږدوي تر څو افغانستان کې هم د کرونا ویروس د زیات خپرېدو مخنیوی وشي او د افغانانو ژوند وژغورل شي.

دا واکسین په نړیواله کچه ښه ثابت شوی دي د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون اسټرا زېنېکا و دي چې تر . دا خبره ډبلیو ایچ او په خپل تازه یوه راپور کې کړې ده چې پر خپله وېبپاڼه یې خپور کړی دی.‌ دی. ‌نور هیوادونه په دې باور دي چې د کرونا وبا د مخنیوي په موخه یوازینۍ لار داده چې د نړۍ هر وګړی واکسین شي؛ په دې کې مالداره هیوادونه مجبور دي چې له غریبو هیوادونو سره د واکسیم مرسته وکړي.

دا دوا افغانستان ته د کوواس پروګرام له مخې ورکول کېږي؛ هم داراز د افغانستان په ګاونډ کې تر پ،رونو لاندي پوروړي‌ هیواد پاکستان ته هم د همدغه پورګرام له مخې نړۍ واله ټولنه واکسین ورکوي‌ چې شمېر یې ۱۷ میلیونه ډوزه ښودل شوی دی.‌په داخل د افغانستان کې او بهر پر افغان حکومت نېوکې کېږي چې د کرونا وبا په نټرول او له دغه وایرس سره یې نامسلکي‌ چلند کړی او تر دې وړاندي د وبا د مخنیوي‌په موخه افغانستان ته ورکړل شویو مرستو کې پراخ فساد شوی دی.‌

په افغانستان کې لا هم د کرونا وبا څخه دمرګ او میر په تړاو ش موجود دی او اکثره وکړي ‌د کرونا څخه مړشویو کسانو ته یا د زړه د حملې او یا هم د ورپېښي ناروغي‌نوم ورکوي؛ دا علت دی چې نړۍ واله ټولنې لپاره د افغانستان سره د کرونا په تړاو ډېري‌مرستې ونه شوې.‌تر اوسه پورې افغانستان کې دونیم زره کسان کرونا وایرس وژلي‌او پنځه پنځوس زره مثبتې پېښي ثبت شوې دي

په ګاونډي پاکستان کې بیا د کرونا وایرس نېژدې نیم میلیون مثبتې پېښي ثبت شوې او شاوخوا ۶۰ زره کسان دې وایرس وژلي دي.که څه هم په افغانستان کې لا د کرونا وایرس د واکسین لړۍ نه ده پیل شوې خو ګاونډي پاکستان د چین د حکومتي‌واکسین مرسته تر لاسه کړې پرون ورکې د کرونا وایرس ضد واکسین لړۍ شروع شوه

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button