نړیوال خبرونه

ډونالډ ټرمپ: ښايي طالبان افغان دولت ته سقوط ورکړي

د متحدوایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې امکان نه دی رد کړی چې ښايي له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان اوسنی حکومت چې غرب یې ملاتړ کوي، طالبان ونیسي.

ډونالډ ټرمپ پرون د مارچ په شپږمه، په سپینه ماڼۍ کې خبرې غونډې ته دا خبره کړې ده.

هغه ویلي: “هېوادونه، په نهایت کې، باید د ځان غم وخوري، موږ هلته د نورو شلو کلونو لپاره نه شو پاتې کېدای، موږ هلته شل کاله تېر کړل او موږ د هغه هېواد ساتنه کوله، موږ نور شل کاله نه شو پاتې کېدای، بلاخره، هغوي باید ځان وساتي، پوهېږئ؟ دا کار باید ډېر پخوا شوی وای، سړی تر کله د بل چال لاس نیولی شي، موږ ته ښايي چې د خپل هېواد چارو ته پام را ورګرځوو.”

امریکا د خپل تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د فبرورۍ په ۲۹مه له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړه.

متحد ایالات په افغانستان کې ۱۳ زره عسکر لري.

له طالباو سره د امریکا په موافقه کې منل شوې چې په ۱۳۵ ورځو کې به د خپلو عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته را کموي او بیا به دا بهیر درېږي، د افغانستان وضعیت به ارزول کېږي او که ثابته شوه چې طالبان پر خپلو ژمنو درېدلي، ټول امریکايي عسکر به له افغانستانه وځي.

د دې بهیر لپاره ۱۴ میاشتې وخت په پام کې نیول شوی دی.

طالبانو له امریکا سره د امنیت په برخه کې ځانګړې ژمنې کړې او تعهد یې کړی دی چې په بین الافغاني خبرو کې به ګډون کوي.

پرون په خبري غونډه کې پوښتنه وشوه چې ایا طالبان کولای شي چې په افغانستان کې موجود حکومت ته سقوط ورکړي؟

ډونالډ ټرمپ په ځواب کې وویل چې داسې باید ونه شي، خو داسې ښايي وشي.

د افغانستان حکومت تر اوسه د ډونالډ ټرمپ د دې وینا په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

ډونالډ ټرمپ په داسې وخت کې دا بیان ورکړی چې پرون په کابل کې د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند د پخواني مشرعبدالعلي مزاري د پنځه ویشتم تلین پر مراسمو په وسله واله حمله کې ۳۲ ملکي افغانان ووژل شول.

د عامې روغتیا وزارت وویل چې ۵۸ ملکي وګړي زخمیان شوي دي.

د امریکا او طالبانو د سولې تر موافقې وروسته، دا په کابل کې لومړه ستره او خونړۍ حمله وه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button