نړیوال خبرونه

ډونلډټرمپ دلومړي ځل لپاره بايډن ته د واک لېږد سره رضایت ښودلی

ډونلډټرمپ دلومړي ځل لپاره بايډن ته د واک لېږد سره رضایت ښودلی دامريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره منلې، چې جوبايډن ته دواک د لېږد بهیر پي شي.هغه ویلي د امریکاخلکو لپاره دې ته اړ شوی چې واک بایډن ته وسپاري.

ښاغلي ټرمپ په خپلو ورڅرګندونو کې ويلي، د امريکا د لوړو ګټو لپاره د واک له لېږد سره توافق کوي او سربېره پر دې به هم په ولسمشريزو ټاکنو کې د درغليو پر خلاف خپله مبارزه روانه ساتي.د امريکا د عامه خدمتونو ادارې «جنرل سرويس ايډمنسټريش ويلي، ټرمپ په ولسمشريزو ټاکنو کې د جوبايډن بريا منلې ده.د عامه خدمتونو اداره د امريکا د استخباراتو له فدرالي ادارو سره همکاري کوي او په عين وخت کې د ولسمشرۍ د واک د لېږد مسؤوليت يې هم پر غاړه وي.تر دې وړاندې په مشيګن ايالت کې جوبايډن په رسمي ډول ګټونکی اعلان شوی و، چې د ټرمپ لپاره ستر ګزار بلل کيږي.

د عامه خدمتونو د ادارې مشرې ايملي مرفي ويلي، د جوبايډن ادارې ته يې خبر ورکړی، چې د واک د لېږد بهیر پيلېدونکی دی.مېرمن مرفي وايي، د نوي ولسمشر لپاره به د لومړي ځل لپاره ۶۳ لکه ډالره هم ورکول شي.د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي د حق جګړې ته د دوام ورکولو سربېره مې د خپل هېواد ګټو په نظر کې نيولو له مخې ايملي او د هغې ټيم ته امر کړی، چې د ابتدايي پروټوکول لپاره بشپړ تياری وکړي او ما خپل ټيم ته هم ورته لارښوونه کړې ده.

اغلې مرفي ويلي، چې د واک د انتقال په اړه له هېڅ ډول فشار سره نه ده مخ او جوبايډن ته يې هم په خپل ليک کې ويلي، چې د واک د لېږد ځنډولو په اړه ورته هېڅ ډول فشار نه دی متوجه.مېرمن مرفي زياته کړې: «خو دا يادونه بايد وکړم،چې ما ته انلاين، په ټيليفون، بريښنالیک، زما د کورنۍ غړو او حتا پالونکو حيواناتو له لارې ګواښونه شوي، چې زه بايد له وخت مخکې دا ګام پورته کړم،

خو د زرګونو ګواښونو سربېره به هم زه د قانون حاکميت ته درناوی ولرم.د عامه خدمتونو د ادارې مشره د جمهوري پلوو او ديموکراټاو دواړو ګوندونو له لوري د واک د لېږد پروسه کې د ځنډ له امله له نيوکو سره مخ ده.

ډونلډټرمپ دلومړي ځل لپاره بايډن ته د واک لېږد سره رضایت ښودلی
ډونلډټرمپ دلومړي ځل لپاره بايډن ته د واک لېږد سره رضایت ښودلی

د يادونې وړ ده، چې ډونلډ ټرمپ خپل سيال جوبايډن په درغلۍ تورن کړی و او د ولسمشريزو ټاکنو د پایلې نه منلو ګواښ يې کړی و.بلخوا هغه يو ځل بيا ويلي، چې د هېواد د لوړو ګټو لپاره په ټاکنو کې خپله ماتې مني، خو بیا به هم د ټاکنيزو درغليو د څېړنو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.او خپل حق به۔اوغواړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button