نړیوال خبرونه

ډونلډ ټرمپ يو ځل بیا ولسمشری انتخاباتو ته ځان نوماندوي

ډونلډ ټرمپ بیا انتخاباتو ته کاندیدیږي د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وايټ هاوس څخه تر وتلو وروسته په خپلو تازه بیان کې ویلي چې د بل ګوند د جوړولو هوډ نلري اما یوځل بیا به ځان د ٢٠٢٤ ټاکنو ته نوماند کړي.

ډونلډ ټرمپ په فلوریډا کې د محافظه کارو یوه کنفرانس ته خبرو پر مهال وویل هغه ګنګوسې چې ګواکي بل حزب جوړوي حقیقت نه لري او زیاته يې کړه چې په سیاست کې پاتیږي او یو ځل بیا ځان د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست ټاکنو ته ځان نوماندوي.د امریکا نور ولسمشران چې کله له ولسمشري پاتي  کیږي  نو بیا سیاست څنډې ته پریږدي او خپل ځان په بل څه مشغولوي خو ډونالډ ټرمپ سیاست پرې نه ښود.

د هغه په خبره په خپل جمهوري پال ګوند کې خوشاله او محفوظ دی او د دې ګوند د منسجم او یوالي لپاره به هڅه او کوښښ وکړي هغه ښايي له همدې ګوند څخه بیا ځان نوماند کړي.داسې ویل کیږي چې ډونالډ ټرمپ لاهم په جمهوري پال ګوند کې پراخ حضور لري ځکه د محافظه کارو په دې کنفرانس کې د نوموړي شتون د همدې شاهدې ورکړې.

کله چې ډونالډ ټرمپ د دریځ پر سټېج ښکاره سو نو د خپلو مینوالو او خلکو له لوري له تود هرکلی سره مخ سو، هغه وویل کوم سفر چې موږ ۴ کاله وړاندې په ۲۰۱۶ کال کې یوځای پیل کړی وو، پای ته نه دی رسیدلی.هغه وویل نن د راتلوونکي په هکله خبرې کوو، او زموږ د ګوند راتلوونکي پسې د خپل هېواد راتلوونکی تړو.

117336735 23303585 1583 4315 917c 488198e63fff
ډونلډ ټرمپ

ښاغلی ټرمپ د امریکا ۴۵ ولسمشر خو د ولسمشرۍ دوره يې ټوله په عجایبو تیره کړه د امریکا ډیر کم ولسمشران له خپلې لومړۍ دورې وروسته پر کور سوي چې یو یې هم ډونالډ ټرمپ وو.د ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ برحاله ولسمشر او جو بایډن ورسره د ډیموکراټانو له ګوند څخه نوماند شو چې ويې شوای کړای ټرمپ ته په ماتې ورکولو سره د امریکا ۴۶ جمهور ریس په توګه لوړه وکړي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button