هنر او ادب

ډوډۍ او ګلاب؛ د افغان نجونو د وضعیت په اړه د هالیووډ سېنما نوی فلم

دا نوی فلم د افغان نجونو د اوسني وضعیت په اړه جوړ شوی او ددوی د بد وضعیت انځورګري یې په کې کړي ده

د هالیووډ سینما مخکښې ستورې جینیفر لارنس، د سولې د نوبل جایزې د پښتنې ګټونکې او تعلیمي فعالې ملاله یوسفزۍ په مرسته د « ډوډۍ او ګلاب» په نوم د افغان نجونو د اوسني وضعیت په اړه فلم جوړ کړی.

دوی دواړو په یوه تازه مرکه کې هیله ښودلې، چې په دغه فلم کې به یې د افغان نجونو د بد وضعیت انځورګري کړې وي.

دغه مستند یوه بریالې هڅه

جینیفر لارنس وايي، دا هیله منه ده چې دا مستند فلم به یوه ناکامه هڅه نه، بلکې داسې یوه مبارزه وي چې پیل شوې ده.

دا فلم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتو او د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د افغان نجونو وضعیت بیانوي.

afghan (5)

ډوډۍ او ګلاب چې ډایرکټره یې افغانه فلم جوړوونکې صحرا ماني ده د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې وروسته د درېیو مېرمنو د ژوند کیسه کوي؛ یوه مېرمن د طالبانو له نویو قوانینو سره سم ځان په کور کې زنداني کوي، بله د غاښونو ډاکتره ده چې طالبان یې د ښځو له حقونو د دفاع په خاطر بندي کوي او دریمه مېرمن پاکستان ته تښتي او هلته له هېواده د بیلتانه لپاره ویر کوي.

نور ولولئ: د افغانستان روباټ جوړونکو نجونو ۱۹۰ هېوادونو کې دویم مقام خپل کړی

نور ولولئ: افغانستان کې د افغان نجونو د روباټیک ټیم همکاران نیول شوي

ټاکل شوې چې نوموړی فلم د روان کال د جون پر ۲۱مې نېته پر اپل ټي‌وي او په ځانګړو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.

له لارنس سره دغه فکر څنګه پیدا شو

جینیفر لارنس ته د دې فلم د جوړولو فکر درې کاله مخکې د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د راپورونو تر اورېدو وروسته پیدا شو.

هغې په ۲۰۲۲م کال کې په یوه مرکه کې ویلي و، څنګه امکان لري چې تاسو خپله لور له ماشومتوبه رالویه کړئ او بیاهم په دې باور ولرئ چې هغه د انډول حق مستحقه نه ده.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، افغانې نجونې له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو او ښځې تقریبا په ټولو برخو کې له کار او فعالیته منع شوې.

له دې امله، د طالبانو رژیم تورن شوی چې د جنسیتي اپارتاید سبب شوي او اوس هڅه روانه ده چې دا کار یې د نړیوالو لخوا د بشري جنایتونو په کتار کې حساب شي.

طالبان بیا وايي، دوی د نجونو زده کړو ته ژمن دي، خو وخت ددې نه دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button