نړیوال خبرونه

ډېرژر به د درسي کیفیت لوړولو په موخه زده کوونکو ترمنځ سیالۍ پيل شي

د درسي کیفیت د لوړولو په موخه په ښوونځیو کې د زده کوونکو ترمنځ خپل منځي سیالي پيلیږي

د ننګرهار ولایت  رسنیو دفتر وايي، ددې ولایت د پوهنې رئيس حسیب الله شینواري د مرکز جلال اباد ښار د لیسو امرینو سره د غونډې پر مهال له دوی مننه وکړه چې څلورنیم میاشتنې ازموینې یې په سمه بڼه مدیریت او بریالۍ توګه پای ته ورسولې.

د پوهنې ریس د لېسو مدیرانو ته وویل

«د ازموینو پاتې نتایج ژر تر ژره چمتو او اعلان کړي، نوي درسي مهالویشونه ترتیب او د لېسو ګودامونه د درسي توکیو د موجودیت او ویش لپاره وارزوي، د لېسو شوراګانې او دغه راز اته ګونې کمېټې فعالې او دولسي ونډې راجلبولو لپاره هلې ځلې وکړي.»

حسيب شينواري د لېسومدیرانو ته سپارښتنه وکړه

هغه د لېسو مدیرانو ته سپارښتنه وکړه چې د لېسو د چاپېریال زرغونولو لپاره د بوټو کرل پېل او د درسي خونو نظافت ته پاملرنه وکړي او د فرهنګي کمېټو په فعالولو سره دې د خپلو اړوندو لېسو دیوالي جریدې هم فعالې او زده کوونکو ته د لیکنو لومړیتوب ورکړل شي.

شینواري د لېسو امرینو ته په خپلو خبرو کې د لېسو تر منځ په خپلمنځي سیالیو چې د درسي کیفیت په لوړاوي کې مرسته کوي د پېل کیدو سپارښتنه وکړه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button