نړیوال خبرونه

کابل ته د خلیلزاد سفر به څه پایلې ولري؟

کابل ته د خلیلزاد د سفر پایلې څه وې؟ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ښاغلی زلمی خلیلزاد څلورمه ورځ خپل سفر پای ته ورساوه او کابل یې ترک کړ.په دې سفر کې څه وکړل؟نور جزیات په دې اړه لاندې دي.

ښاغلی زلمي خلیلزاد په کور دننه افغانستان کې د ترکیې کنفرانس په اړه د یوې اجماع د رامنځ ته کیدلو کوششونه کړي او دلته يې د حکومتي چارواکو سره د ملاقاتونو ترڅنګ سیاسي مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو او یو شمېر نور مسؤلینو سره لیدلي او د ترکیې جوړیدونکي کنفرانس د موادو او مواردو په اړه یې خبرې کړې دي هغه خپل سفر کابل کې پای ته ورساوه.

د امریکا متحده ایالاتو سفارت د خلیلزاد د سفر په هکله ویلي چې هغه ډیري لیدنې درلودې او دسولې په هڅو کې د ښځو او اقلیتونو پر معنی لرونکي ونډې يې ټینګار کړی.ښاغلی خلیلزاد ویلي چې امریکا له افغانستان سره د اوږدې مودې همکارۍ او کوي او زیاته کړې يې ده چې د ترکیې کنفرانس په عمل کې مهم دی

نمتبنملتثک 685x430 1

د راپورونو پر بنسټ د زلمی خلیلزاد له کتنو لیدنو وروسته باور رامنځ ته شوی او د استانبول ناستې په اړه يې ډاډمن نظرونه تر لاسه کړي دي.تراوسه پوري لاهم د ترکیې ناستې ته چمتوالی روان دی خلیلزاد له خپل دې څلور ورځني سفر وروسته نن له کابله ولاړی خو داسې ښکاري چې هغه ښه خبرونه او ښه نظرونه د دې سفر څخه وړي او نظریه داسې ده چې د نوموړي د سفر نتیجه ښه ول.

تردې دمه څرګنده نه ده چې د ترکیې کنفرانس به څه وخت ترسره شي خو د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې ښايي دا کنفرانس روانه اونۍ ترسره شي.هغه دا هم ویلي چې په لنډ وخت کې ټاکنې او اوربند به د دې کنفرانس مهم مواد وي طالبانو تراوسه د دې کنفرانس د موادو د ذکر په هکله څه نه دي ویلي خو په دې کنفرانس کې به څو طرحې چې یوه يې د امریکا ده تر بحث لاندې نیول کیږي.او په اخر کې به په یوې طرحې توافق کیږي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button