تجارت خبرونه

کابل ته د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د پلاوي سفر

له پاکستانه راغلی پلاوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ کې شته ستونزې بحث کړي

له پاکستان سره په سوداګرۍ کې زیاتې ستونزې موجودې دي چې یو مثال یې هم د پاکستان له لوري پر افغان ډرایورانو د پاسپورټ او ویزې جبري کول دي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت پلاوی نن (دوشنبې) کابل ته راورسید چې له طالب چارواکو سره د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګري اړیکو د پراختیا پر لارو چاروخبرې وکړي.

طالبانو د پاکستان سوداګریز پلاوی کابل ته رابللی دی

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د قایم مقام په مشرۍ پلاوی په داسي حال کې کابل ته راغلی چې پاکستان د افغان سوداګرو د وارداتو او صادراتو په لاره کې خنډونه تر بل هر وخت زیات کړي او دفاع وزیر یې تازه ویلي چې د افغانستان او هند ترمنځ د ترانزیت لاره به هم بنده کړي.

په سوداګرۍ کې ستونزې او هڅه

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ ویندوی عبدالسلام جواد وویل چې پاکستاني پلاوی کابل ته رارسیدلی دی.

پرون پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت پلاوی به د طالبانو له سیاسي، اقتصادي، سرحدي او امنیتي چارواکو سره خبرې وکړي.

نور ولولئ: پر ښځو د طالبانو د بندیزونو دوام؛ یو شمېر نجونو انلاین سوداګري پيل کړې

نور ولولئ: پاکستان سره سوداګري دپخواپه پرتله کمه شوې

د پاکستان د سوداګري پراختیا اجرايي ريیس محمدزبیر موتي والا کابل ته د خپل هیواد د پلاوي سفر د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بهیر په اړه د ډاډ او اعتماد رامنځته کولو لور ته یو ګام بولي.

په کراچۍ بندر کې د افغان مالونو ایسارول

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ممتاز زهرا نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هیواد د سوداګرۍ وزارت قایم مقام خرم آغا کابل ته په دوه ورځیني سفر ځي څو له افغان لوري سره پر سوداګري چارو خبرې وکړي.

دې همداراز ویلي چې اسلام اباد له افغانستان سره تجارتي اړیکو ته ژمن دی.

سوداګرۍ وزارت: ۱۴۰۲ کال کې ۱.۸ میلیارد ډالره صادرات شوي

دا پاکستانی پلاوی په داسي حال کې کابل ته سفر کوي چې په شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي له لوري د ۷ پاکستاني پوځیانو له وژل کېدو او په خوست او پکتیکا کې د پاکستان په بمبارۍ کې د ۸ ملکي افغانانو له وژل کېدو وروسته د دوو خواوو اړیکې ترینګلې شوي دي.

هاخوا دا څووم ځل دی چې پاکستان د افغان سوداګرو مالونو په کراچۍ بندر کې ایساروي او افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکوي. څه موده وړاندې یې هم ۴۰۰۰ کانټینر نازک مال چې تاریخ یې ژر تېرېږي ایسار کړی وو او افغان سوداګرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button