نړیوال خبرونه

کابل کې د اسلامي همکاریو سزمان دفتر رسماً پرانیستل شو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان دفتر د پرانیستلو په اړه وايي،  دغه دفتر به له اسلامي هېوادونو سره د افغانستان اړیکې ښې کړي او په سیاسي مسایلو کې به مثبت رول ولوبوي. 

د دفتر پرانسته

د دې دفتر د پرانیستې په مراسمو کې یو شمېر سفیرانو او بهرنیو ډېپلوماټانو هم ګډون کړی وو. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دې دفتر پرانیسته یوه سیاسي او ډېپلوماټیکه بریا وبلله. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي: «په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان دفتر پرانیستل شو او د دغه دفتر په مټ به د افغانستان او اسلامي هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.

نور یی ولوله | د کار او ټولنیزو چارو وزارت: د مسک عینک پروژې لپاره ۲۰۰ زره نوي کسان ګمارو

نور یی ولوله | د محرم پرته سفر باندې پابندي

امیر خان متقي

امیر خان متقي زیاتوي، د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر پرانیسته به د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو ترڅنګ سیاسي مسایلو کې هم ښه رول ولوبوي. ښاغلی مقتي څرګندوي: «موږ باور لرو، چې د دې دفتر په رول به د بشري مرستو په څنګ کې سیاسي برخه کې هم پراخ وي او حتا په اقتصادي برخه کې به هم د دوی رول ډېر روښانه وي. بل خوا اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ځانګړی استازی وايي، افغانستان سره به په امنیتي، بشري او سیاسي پرمختګ کې مرسته وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ځانګړی استازی طارق علي بخیت وايي: «په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان فعال ماموریت په افغانستان کې د څو اړخیز تعامل لپاره مهم دی. دغه سازمان چمتو دی چې، د بشري او پراختيايي مرستو د رسولو په چارو کې خپله ونډه سرته ورسوي. او همداراز تمه کېږي چې، په افغانستان کې د تل پاتې سولې، سوکالۍ او امنیت په برخو کې هر اړخیزو همکاریو او بشري مرستو ته زمینه برابره شي.

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش  زیاتوي: «د خدای ج په برکت د اسلامي همکاریو د سازمان د استازولۍ دفتر په کابل کې پرانیزو. د لوی خدای ج په لطف او تر هغې وروسته د سعودي عربستان د پاچاهۍ په مالي مرسته دغه دفتر په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د ماموریت د لاغښتلتیا لپاره جوړ شوی؛ څو له افغان ولس زموږ د زړه له ټوټو سره د مرستو رسولو په برخو کې خپلې دندې سرته ورسوي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان دفتر ته ډاډ ورکړ، چې د دغه سازمان د فعالیتونو پراختیا برخه کې به ورسره همکاري وکړي او د امنیت تامین لپاره به يې هڅې وکړي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button