نړیوال خبرونه

کابل کې د ترکیې له سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر لیدل کتل شوي

کابل کې د ترکیې له سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر لیدل کتل شوي.بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ترکیې جمهوریت له سفیر ښاغلي جیهاد ارګین آی سره د سولې په پروسه کې د وروستیو تحولاتو او اقتصادي اړیکو پراختیا په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

بهرنیو چارو وزیر په وروستیو دوو لسیزو کې د ترکیې له ملاتړ او په ځانګړي ډول د هېواد د سولې په پروسه کې د نوموړي هېواد له رول څخه مننه وکړه.ښاغلي اتمر د تاوتریخوالي د غندنې، د اوربند تأمینیدلو او په افغانستان کې د پایدارې سولې د راتگ په برخو کې د اسلامي نړۍ د علماوو د رول پر اهمیت خبرې وکړې او د افغان سولې بریالیتوب بهیر کې د اسلامي نړۍ په ځانګړې ډول د ترکي علماوو پر رول ټینګار وکړ.

fb img 1627396160554

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر دانتالیا فورم ناستې په څنډه کې دافغانستان، ترکیې او ایران درې اړخیزې ناستې ته په اشارې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د سطحې پر لوړونې ټینګار وکړ.

ښاغلي ارګین آی د هېواد بهرنیو چارو وزیر ته له افغانستان سره په مختلفو برخو کې په ځانګړي ډول د سولې او ثبات د تامین او له افغانستان سره د سوداګریزو مراوداتو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخو کې د ترکیې مرستو له دوام څخه ډاډ ورکړ.

د لیدنې په لړ کې بهرنیو چارو وزیر او د ترکیې سفیر د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دریم ګډ اقتصادي کمېسیون غون‌‌‌‌‌‌ډې د جوړیدو په اړه هم خبرې اترې وکړې.او دا کمیسون ېېد ېې د دواړو ملکونو لپاره اغېزکن وباله.دوی په دوامداره اقتصادی همکاری هم هوکړه وکړه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button