کابل کې د معلوماتي ټکنالوژي نندارتون؛ ۱۰ میلیون ډالري قراردادونو او تفاهملیکونو سره پای ته ورسېد

کابل کې د معلوماتي ټکنالوژي نندارتون د پنځو ورځو له بریالي ترسره کېدو وروسته د شاوخوا ۳۰ قراردادونو او تفاهملیکونو په لاسلیک پای ته ورسېد، چې ټولیز ارزښت یې نږدې ۱۰ میلیون امریکایي ډالرو ته رسېږي. چارواکي وایي، دغه نندارتون د هېواد د ټکنالوژۍ، پانګونې او ډیجیټلي خدمتونو د پراختیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.
دا نندارتون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په نوښت د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې جوړ شوی و، چې پکې نږدې ۲۰۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو خپل محصولات، خدمات او نوښتونه نندارې ته وړاندې کړل. د وزارت د معلوماتو له مخې، د نندارتون په پنځو ورځو کې شاوخوا ۱۵۰ زره کسانو ترې لیدنه کړې ده. کابل کې د معلوماتي ټکنالوژي نندارتون
د مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي حکومتولۍ پر پراختیا ټینګار
د کابل کې د معلوماتي ټکنالوژي نندارتون د پای مراسمو کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت، وویل چې مصنوعي ځیرکتیا (AI)، ډیجیټلي حکومتولي، د مخابراتي خدمتونو پراختیا او د معلوماتو امنیت کولای شي د دولتي ادارو فعالیتونه اغېزمن او شفاف کړي. کابل کې د معلوماتي ټکنالوژي نندارتون
هغه زیاته کړه، افغانستان باید د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې له نوې ټکنالوژۍ ګټه واخلي، څو د خلکو لپاره عامه خدمتونه ښه او اداري شفافیت پیاوړی شي.
د آنلاین خدماتو نوی سیستم هم پرانیستل شو
د نندارتون ترڅنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د «راکړو ورکړو د لارښود آنلاین سیستم» هم پرانیست، چې موخه یې د خدماتو ډیجیټلي کول او د خلکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، مجیبالرحمن شیرزاد، وویل چې په هېواد کې ډېری سوداګریز فعالیتونه لا هم په دودیز ډول ترسره کېږي او که افغان سوداګر غواړي د سیمې او نړۍ په بازارونو کې سیالي وکړي، نو د نوې ټکنالوژۍ کارول ورته اړین دي.
چارواکي: د ټکنالوژۍ پراختیا به دوام وکړي
د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال، عبدالحکیم حیدر، وویل چې د ټکنالوژۍ پراختیا باید د اسلامي احکامو او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې ترسره شي.
بلخوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، حافظ محمدامین جان عمري، وویل چې وزارت به د پانګونې د جلب، نوښتونو د ملاتړ او د ټکنالوژۍ د ودې لپاره په راتلونکې کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي.
د کابل کې د معلوماتي ټکنالوژي نندارتون د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت د قراردادونو او تفاهملیکونو په لاسلیک پای ته رسېدل د دې ښکارندويي کوي چې په افغانستان کې د معلوماتي ټکنالوژۍ، ډیجیټلي خدمتونو او خصوصي پانګونې پر پراختیا تمرکز مخ په زیاتېدو دی، او تمه کېږي چې دا ډول نندارتونونه د ټکنالوژۍ او اقتصادي ودې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.ش



