سفر خبرونه

کاناډا د ځنګلونو له اور سره د مقابلې په برخه کي مرسته غوښتې

د شمالي امریکا د دغه هیواد په څو سیمو کې په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي چې د له منځه وړلو لپاره يې ۲۵۰۰ اور وژونکي په دنده بوخت دي

د کاناډا حکومت اوس له نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د کاناډا د عامه خوندیتوب سکرتر بل بلیر په اوتاوا کې وویل: “په البرټا کې وضعیت خورا د اندېښنې وړ او خطرناک دی.” بله ننګونه دا ده چې اوس په ساسکاچیوان، بريتيش، کولمبیا او شمال لویديځو سیمو کې سخت اورونه لګيدلي دي. له همدې امله، کاناډا اوس له نورو هیوادونو لکه متحده ایالاتو، مکسیکو، آسټرالیا او نیوزیلینډ څخه د مرستې غوښتنه کوي.

نور ولولئ: کاناډا د افغان کډوالو لپاره ځانګړی شوی پرړګرام تړي

نیم میلیون هکټاره ځنګلونه سوځیدلي دي

د هیواد له ګوټ ګوټ څخه شاوخوا ۲۵۰۰ اور وژونکو او ۴۰۰ سرتیرو په دې ولایت کې د اور وژنې سره مبارزه وکړه، چې له لگيدلي اورونو څخه ۲۷ یې اوس مهال له کنټروله بهر دي. ځنګلي اور چې د مې مياشتې له پیل راهیسې په البرټا کې راپورته شوی تر نیم ميلیون هکټاره ډیر ځنګلونه يې سوځولي دي. د استوګنې ګڼ شمېر ودانۍ او کاروبارونه ویجاړ شوي دي. د برتيش د کولمبیا په لویدیځ ایالت کې، د چهارشنبې په ورځ ۶۰ نور اورونه ولګېدل، چې ۱۵ یې له کنتروله وتلي.

نور ولولئ: د کونسلي خدماتو لپاره په امریکا کې افغان کډوال باید کاناډا ته ولاړ شي

په شمال لوېدیځو سیمو کې د اورلګېدنې له امله زرګونه کسان له سیمې ایستل شوي دی.

د البرتا د بیړنیو خدماتو ویاندې جوسي سټ اونګ وویل: “په دې کې شک نشته چې دوبی به ستونزمن وي او دا چې موږ به مرستې ته اړتیا ولرو، د لگيدلي اورونو شمیر ته په پام سره، دا به میاشتې وخت ونیسي چې دغه لگيدلي اورونه کنترول کړاي شي. دا به یوه اوږده مبارزه وي.”

وچ اپریل، د می میاشت گرمه هوا

د کاناډا په لوېدیځ کې د اپریل میاشت هوا ډېره وچه وه، د مې مياشتي له پیل راهیسې د هوا گرموالی يا تودخه د ريکارد کچې ته رسیدلې او ورپسي قوي بادونه ثبت شوي دي.

له څو کلونو راهيسي د کاناډا لوېدیځ په مکرر ډول د سخت موسم يا د اوبو او هوا له  پیښو سره مخامخ شوی چې د کارپوهانو په وینا، د اقلیم د بدلون په پایله کې په شدت او کمښت کې زیاتوالی راځي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button