نړیوال خبرونه

کرزی: طالبان باید ټولشموله حکومت جوړ کړي

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي طالبانو اوس یوه سرپرسته کابینه اعلان کړی او دا هیله مند دی چې د ټولشمولۍ لپاره به یې راتلونکې کې اقدامات وشي.

ښاغلي کرزي په خپله یوه ځانګړې مرکه کې همدارنګه د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان کې د طالبانو د نوي حکومت په رسمیت پیژندل هم مهم بللي او ویلي یې دي چې طالب مشران او نور افغانان باید ددې لپاره کار وکړي څو نړیواله ټولنه د افغانستان حکومت په رسیمت وپیژني او مرستې ورسره وکړي.

fb img 1631620737551

پخواني افغان ولسمشر په دې مرکه کې وویل چې له یو شمېر طالب مشرانو سره یې په لیدنو کتنو کې دا درد کړې چې طالبان به اوسني حکومت کې د نورو د شمولیت لپاره اقدامات وکړي.ښاغلي کرزي په پنجشیر کې د جګړې په رامنځ ته کیدو خواشینی وښوده

هغه ویل چې هیلمند په راتلونکې د دواړو خواوو ترمنځ نوره جګړه ونه شي او پاتې مسالې په خبرو هوارې شي.حامد کرزي وویل د ” طالبانو د اسلامي تحریک ” مشرانو ته یې مشوره داده چې خپلو مخالفانو ته دې غیږه پرانیزي او ښځو او نجونو ته دې د کار او زده کړو شرایط برابر کړي.

له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره دا مرکه اجمل اند کړی او په سر کې یې ترې پوښتلي چې تاسو اوس په کابل کې په کومو هڅو بوخت یئ او له خلکو او طالب مشرانو سره مو لیدنې کتنې پر څه راڅرخي؟

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button