نړیوال خبرونه

کرونا وېروس؛ اوپه آسیا کي د پېښو زیاتوالۍ

یوې میاشتي وروسته یوځل بیا په آسیا کي دا ویروس په چټکۍ سرهزیاتيږي له یوې هفتې راهسي د چین او ایران وروسته په ترکیه او روسیه کي د کرونا ویروس پېښي تر یولک او ۳۰ زرو څخه ډېري ثبت سوي دي. نن دریمه ورځ ده، چي په روسیه کي تر ۶ زرو ډېري نوي پېښي ثبتیږي، چي ټولي پېښي یې تر ۴۷ زور واوښتې.

تر ټولو ډېري پېښي یې په مرکز مسکو کي ثبت سوي دي. په ټول هیواد کي یې ویروس ۴۰۵ تنه مړه کړي، خو تر ۳۴ سوه پوري ځيني رغېدلي دي. بلخوا په ترکیه کي هم د ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر چین واوښت او تر ۸۷ زرو پوري رسیږي.

پدې هیواد کي ویروس ۲۰۱۷ تنه مړه کړي او تر ۱۲ زرو پوري ځیني رغېدلي دي. ترکیه په آسیا کي تر ایران وروسته لوی کرونا ځپلي هیواد سو. د نړۍ په بله برخه اروپا کي د ویروس پېښي پر کمېدو دي، چي تر پخوا په ورځني شمېر کي زرګونه کموالئ راغلئ دئ.

ایټالیا، هسپانیا، فرانسه، بریتانیا او جرمنی تر ۴ زرو پوري ورځنۍ پېښي لري او دا هیوادونه د اروپا تر ټولو ځپل سوي هیوادونه دي. بلخوا په امریکا کي د مړو شمېر تر ۴۰ زرو واوښتئ، چي د امریکا په هر یو میلیون کسانو کي تر ۱۲۲ تنه پوري کرونا ویروس مړه کړي دي.

پدې هیواد کي ویروس تر ۶۷۶ زرو پوري رسېدلی او په اخته سوي دي. ایران کي د نن پېښي تر ۱۳ سوو ډېريږي، چي هلته ټولي پېښي تر ۸۴ زرو پوري رسېدلي دي. چین کي نن د ۱۲ نویو پېښو خبر ورکول سوئ دئ، چي هلته بیا ټولي پېښي تر ۸۳ زرو پوري رسیږي.

تر امریکا وروسته ډېر مړي ایټالیا ۲۳ زره، هسپانیا ۲۰ زره، فرانسه ۱۹ زره، بریتانیا ۱۶ زره، جرمنی ۵ زره، ایران ۵ زره، چین تر ۴ نیم زرو او بلجیم تر ۵ زرو ډېر مړي ورکړي دي.

په نړۍ کي د کرونا ویروس ټولي پېښي تر ۲،۴ میلیونه اوښتي دي. ویروس تر ۱۶۶ زره تنو ډېر مړه کړي او تر ۶ لکه ۳۵ زره تنه ډېر روغ سوي دي. ویروس تر ۱۶۶ زره تنو ډېر مړه کړي او تر ۶ لکه ۳۵ زره تنه ډېر روغ سوي دي.

امریکا کې وروستي اقدامات:

امریکا د دې هیواد د اقتصاد د راپورته کېدو لپاره پر یو لوی نوي پلان کار کوي، چي څنګه بیا ځلي اقتصادي پر پښو ودروي او په تازه اقدام کي یې د یو نامعلوم دلیل له مخي پر روغتیا نړیوال سازمان باندي مرسته بنده کړې ده.

امریکا کي نن خلګو لاریون وکړ او د یو شمېر ځایونو قرنطین کېدل یې وغندل او خلګو غوښتنه کول چي کاروبارونه ته دي یې اجازه ورکول سي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button