لوبې

کرکټ: د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستان لوبې اعلان شوې

د کرکټ نړیواله شورا

د کرېکټ نړيوالې شورا (ای سي سي) د لوبو راتلونکی څلور کلن مهالوېش اعلان کړی، چې له مخې به يې افغانستان له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۷ کال پورې ټولې ۱۲۳ سيالۍ کوي.

ټاکل شوې افغانستان په دغو سیاليو کې ۲۱ ټېسټ لوبې، ۴۵ يو ورځنۍ او ۵۷ شل اوريزې لوبې وکړي. د افغان لوبډلې په اړه په تېر کې ويل کېدل چې لږ ټېسټ سيالۍ کوي خو د نوي مهالوېش له مخې افغانستان به له استراليا، هند، نيوزيلنډ، وېسټ انډيز او شري لنکا سره هم يوه يوه ټېسټ لوبه کوي، نورې لوبې يې له بنګله دېش، ايرلنډ او زمبابوې سره دي.

نور یی ولوله | جیکي چن خواړه نه ضایع کوي

نور یی ولوله | افغانستان ایرلینډ ته شل اوریزه لوبه کې یو ځل بیا ماتې ورکړه

افغانستان ټولې پنځه ټیسټ لوبې کړي دي

افغانستان په تېرو څو کلونو کې تر دې مهاله ټولې پنځه ټېسټ لوبې کړې چې يوه يې په ۲۰۱۸ کال کې له هند سره وه. ټاکل شوې اسټراليا به تر ټولو ډېرې ټېسټ لوبې وکړې، چې شمېر يې ۴۰ ښودل شوی، زمبابوې بیا تر ټولو لږ (۲۰) ټېسټ لوبې لري.

په يو ورځينو کې بنګله دېش د ۵۹ سياليو په لرلو تر نورو ډېرې لوبې لري او ټاکل شوې وېسټ انډیز په شل اوريزو کې تر ټولو ډېرې ۷۳ سيالۍ تره سره کړي. د کرېکټ نړيوالې شورا د لوبو د لړۍ له مخې پاکستان بيا ټولې ۱۳۰ سيالۍ لري چې ۲۷ ټېسټ، ۴۷ يو ورځنۍ او ۵۶ شل اوريزې دي. هند بيا ټولې ۱۴۱ سیالۍ لري چې ۳۸ ټېسټ، ۴۲ يو ورځنۍ او ۶۱ شل اوريزې دي.

Community Verified icon

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button