نړیوال خبرونه

کرېن ډېکر کابل کې د امریکا نوې شارژدافېره اعلان شوه

کیرن ډیکر به د افغانستان لپاره د امریکا نوې شارژدافیر وي

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافېر ایین مېککري اعلان کړی چې روانه اوونۍ یې دنده پای ته رسېږي او کرېن ډېکر به د ده پر ځای د افغانستان لپاره د امریکا نوې شارژدافېره وي

په کابل کې د امریکا سفارت د اګست په میاشت کې دوحې ته ولیږدول شو

یاده دې وي چې کابل کې د امریکا سفارت د تېر کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو راهیسې دوحې ته لېږدول شوی او نوموړی دا تېر یو کال له هماغه ځایه فعالیت کوي. ښاغلي مېککري پر خپله ټوېټر پاڼه د خپلې دندې د ختمېدو اعلان ترڅنګ پر طالبانو هم ځینې نیوکې کړې دي او دا ډله یې هڅولې چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. نوموړي ویلي، که طالبان مشروعیت غواړي نو باید د ټولو افغانانو غږ واوري او همدا راز د بشري حقونو درناوی وکړي.

هغه پر دې خبره خواشیني څرګنده کړې چې طالبانو نجونې له منځنیو ښوونځیو راګرځولې دي، بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړي او د رسنیو ازادي یې محدوده کړې ده. نوې اعلان شوې شارژدافېره کرېن ډېکر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه تجربه کاره دیپلوماته بلل شوې او له دې وړاندې یې هم کابل کې د امریکا په سفارت او همدا راز په سوریه او ترکیه کې دنده ترسره کړې ده

نور یی ولوله | د پاکستان دیني عالمان: اسلامي امارت د نجونو د ښوونځيو پیلېدو وعده کړې

نور یی ولوله | د لوړو زده کړو وزیر: نړی دې د افغانستان د تحصیلاتو برخه کې مرسته وکړي

نوموړې له ۲۰۱۸ کاله تر ۲۰۲۰ کاله کابل کې د امریکا د سفارت مرستیاله پاتې او همدا راز یې په ختیځ افغانستان کې پر دندې سربېره کندهار او غزني ولایتونو ته هم سفرونه کړي دي. تېر کال اګست کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره د امریکا په ګډون ګڼو لوېدیځو هېوادونو کابل کې خپل سفارتونه وتړل او یا یې هم خپل فعالیت نورو هېوادونو کې پیل کړ.

خو د روسیې، چین، ترکیې، ایران او پاکستان په ګډون یو شمېر نور هېوادونه لا هم کابل کې فعال سفارتونه لري او طالبانو سره دیپلوماتیکې اړيکې پالي. پخپله امریکا هم د تېر یوه کال په موده کې له طالبانو سره په دوحه کې پر ګڼو موضوعاتو خبرې او بحثونه روان ساتلي دي.

خو تر دې دمه د نړۍ یو هېواد هم افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او له دې ډلې غواړي چې د ټولشموله حکومت جوړولو ترڅنګ باید بشري حقونو ته درناوی وکړي. طالبان بیا تینګار کوي چې حکومت یې ټولشموله دی، او د بشري حقونو د نقض په اړه یې هم تل د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو هغه رپوټونه رد کړي چې دا ډله یې له بشري حقونو په سرغړونو تورنه کړې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button