لوبې خبرونه

کرېکټ نړيوال جام: انګلنډ او استراليا نيمه پايلوبې ته ووتل

 متحده عربي امارات  متحده عربي امارات

د کرېکټ شل اوریز نړيوال جام سياليو کې نن دوې لوبې وشوې لومړۍ لوبه کې استراليا وېسټ انډيز ته په اتو وېکټو ماته ورکړه. په دويمه لوبه کې جنوبي افريقا له انګلنډ څخه د لسو منډو په توپير وګټله.

د لومړي ګروپ د جدول له مخې له انګلنډ، استراليا او جنوبي افريقا درې واړه لوبډلې اته اته امتيازونه لري خو د منډو د اوسط له مخې انګلنډ او استرالياه نيمه پايلوبې ته ووتل.

انګلنډ د پچې له ګټلو وروسته جنوبي افريقا ته منډو جوړلو بلنه ورکړه. جنوبي افريقا په ټاکلو شلو اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۹ منډې وکړې، چې په ځواب کې انګلنډ د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډې وکړې او لوبه يې وبايلله.

د جنوبي افريقا لپاره رسي ون ډر ډوسن په ۶۰ توپونوناسوځېدلې ۹۴ منډې وکړې او غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ اډين مکرم ۵۲ او کوېنټن ډېکاک ۳۴ منډې جوړې کړې.

د انګلنډ لپاره يوازې معين علي او عادل رشيد وتوانېدل چې يوه يوه وېکټه واخلي.

د جنوبي افريقا د ټاکلي هدف په ځواب کې معين علي ۳۷، ډوېډ ملان ۳۳، ليم لېونګسټن ۲۸ او جېسن رای ۲۰ منډې ترسره کړې.

که څه هم جنوبي افريقا دغه لوبه وګټله او امتيازونه يې هم له استراليا سره برابر دي خو د منډو د اوسط له مخې نيمه پايلوبې ته په وتلو ونتوانېده.

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

استراليا وېسټ انډيز ته په اتو وېکټو ماته ورکړهد کرېکټ شل اوریز نړيوال جام سياليو کې استراليا وېسټ انډيز ته په اتو وېکټو ماته ورکړه. استراليا د پچې له ګټلو وروسته مخالفې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

وېسټ انډيز په ټاکلو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۷ منډې وکړې چې استراليا په اوولسم اور کې د يوازې دوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړې کړې.

د نيوزيلنډ لپاره لوبډلمشر کايرن پولارډ ۴۴، اېون لويس ۲۹ او شېمرن هټماير ۲۷ منډې وکړې.

په توپ اچوونه کې استراليا لپاره جاش هېزلوډ د څلورو لوبغاړو په سوځولو سره ښه وځلېد. د ده تر څنګ مېچ سټارک، پټ کمېنس او اډم زمپا يوه يوه وېکټه واخيسته.

د استراليا لپاره ډېوېډ وارنر په ۵۶ توپونو ناسوځېدلې ۸۹ منډلې وکړې او له دې سره د دې سيالۍ غوره لوبغاړی هم ونومول شو. د ده ترڅنګ مېچل مارش ۵۲ منډې وکړې.

د وېسټ انډيز لپاره يوازې کرېس ګېل او اکيل حسين يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

استراليا له دې بريا سره اوس اته نومرې او په جدول کې دويم ځای لري چې نيمه پايلوبې ته د تلو چانس يې ډېر دی. ورپسې جنوبي افريقا په درېيم نمبر ده خو که چېرې جنوبي افريقا انګلنډ ته په لوی توپير ماته ورکړي نيمه پايلوبې ته د تلو چانس به ولري

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button