لوبې

که د اسیا او افریقا ترمنځ سیالۍ کېږي، احتمالي لوبډله کې به یې کوم لوبغاړي شامل وي؟

د افرو-اسیا کپ په اړه هیلې زیاتې شوې دي او ویل کېږي چې ښايي په ۲۰۲۳ کال کې د اسیا او افریقا د غوره لوبغاړو څخه جوړو شویو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي، خو که دغه سیالۍ ترسره کېږي، نو د اسیا لوبډله کې به احتمالي لوبغاړي کوم کوم وي؟

د اسیا د کرکټ شورا (ACC) یوه چارواکي فوربس مجلې ته ویلي چې دوی اوس د اسیا او افریقا د غوره لوبغاړو ترمنځ د سیالۍ لپاره د کاغذ پر مخ کار کوي.

د اسیا کرکټ کونسل یو چارواکي له فوربز مجلې سره په خبرو کې ویلي دي، چې دوی اوس په کاغذونو کې کار روان کړی دی، تر څو د اسیا او افریقا د غوره لوبغاړو د لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شي، خو دا خبره لا وروستۍ شوې نه ده.هغه وايي، چې موږ به په دې اړه ټولو بورډونو سره خبرې کوو، خو زموږ پلان دا دی، چې د اسیا څخه د هند او پاکستان لوبغاړي په دغه لوبډله کې ولوبېږي، کله چې هر څه وروستي شي، نو بیا به د سپانسر او نشر حقونو په اړه باندې مخکې نور کار کوو.

د دغه سیالیو د اسیا لوبډله به د هند، سریلانکا، پاکستان، بنګله دېش، نېپال، افغانستان او نورو اسیايي هېوادونو څخه جوړېږي او د افریقا لوبډله به بیا د سویلي افریقا، زمبابوې، نمیبیا او نورو افریقايي هېوادونو څخه جوړېږي.

 

نور یی ولوله| راشد خان له دوبۍ نه لندن ته لاړ

نور یی ولوله| افغانستان به راروانې لوبې له ایرلینډ سره ترسره کوي

که دغه سیالۍ ترسره کېږي، نو اسیا لوبډله کې به ښايي احتمالي لوبغاړي دا وي: د توپوهونکو په برخه کې روهیت شرما، بابر اعظم، ویراټ کوهلي او محمد رضوان هغه توپوهونکي دي چې په اسیا کې اوس تر ټولو غوره توپوهونکي دي، همدا راز په الراونډرانو کې بیا هاردیک پانډیا، شکیب الحسن او داسن شناکا غوره لوبغاړي دي.

لوبه باید په ختیځ آسیا کې ترسره شي.

په توپ اچونکو کې بیا راشد خان، ونیندو هسارنګا، شاهین شاه اپریدي او جسپریت بومرا هغه توپ اچونکي دي چې اوس غوره لوبغاړي دي او دغه لوبغاړي به د اسیا لوبډلې لپاره په احتمالي ډول ولوبېږي، که چېرته دوی کوم بل څه ونه لري.هېره دې نه وي چې په اسیا کې د کرکټ د نړۍ مشهورو مبصرینو د دغه لوبغاړو نومونه په ټولنیزو رسنیو کې هم یاد کړي دي چې باید دغه لوبغاړي په اسیا لوبډله کې ولوبېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button