نړیوال خبرونه

که پایداره سوله رازي نو ولسمشر غني به ضرور استعفا ورکوي

که پایداره سوله رازي نو ولسمشر غني به ضرور استعفا ورکوي.د طالبانو د حکومت د ماليې وزير ملا معتصم اغا جان و یلي چې که په قطر کې درېدلې خبرې پيل شي او یو پایله ولري نو تلپاتې سوله او د نظام ثبات تضمين به شي او د د په وینا مطمئن دی چې ولسمشر غني به استعفا ته اړ شي.

ملا معتصم اغا جان وايي چې د سولې د خبرو جریان لپاره بايد جدي کوشششونه وشي او دا پيل شوې خبرې بايد بريا په طرف لاړې شي ځکه همدا د خبرو له لارې امکان لري چې په هېواد کې تلپاتې سوله را شي.هغه په دې هکله څه نه دي ويلي چې دغه قناعت ده د کومې رسمي سرچينې څخه ترلاسه کړی دی چې ولسمشر غني به د سولې د خبرو د بريا او د سولې او نظام د ثبات د تضمين په صورت کې استعفا کوي

او که يا هم ده ته غیرې رسمې سرچینو دا ډول کوم مالومات ورکړي دي. ښاغلی معتصم اغا جان په داسې وخت کې د ولسمشر غني د استعفا خبرې کوي چې ولسمشر غني نه هېڅ صورت د استعفا ورکولو او چوکۍ پرېښودلو نيت نلري، تېره ورځ د هغه وياند دواخان مينه پال وويل چې ولسمشر غني به د خپل واک قانوني موده پای ته ورسوي او وروسته به واک د خلکو له لوري ټاکل شوي ولسمشر ته انتقال کړي.

طالبانو ته لنډه سرچینه معتصم اغا جان که څه هم د ولسمشر غني د استعفا خبره کوي خو په هېواد کې روان حالت هم د ولسمشر غني د استعفا غوښتنه نکوي، د حکومت د مخافينو تمه دا وه چې ولسمشر غني به د امريکا له لوري مجبور کړی شي چې استعفا وکړي او ورپسې به موقت حکومت رامنځته شي خو اوس د امريکا نوی حکومت په غني د فشار خبره لرې پرېښی او په طالبانو یې فشار راوړل ډېر کړی.

20210209 093429

دا په داسې حال کې چې حالت د اشرف غني په ګټه بدلون مومي نو د استعفا خبره يې شننوکي جدي نه ګڼي.د بلې خوا د طالبانو پلویان او یا هم هغه کسان چې په دې قناعت رسېدلی چې د جمهور ریس غني استعفا د افغانستان په خير ده او په دې ډول دايمي سوله راتلی شي عام وګړي هم په دې حقله وايي که چیرته سوله رازي او نظام په خپل ثبات کې پاتې کیږي نو ضروري نده چې یو شخص لپاره ټول عام ولس قرباني شي بلکه بر عکس باید اشرف غني لهچوکی تیر شي تر څو د سولې خبرې پایلې ولري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button