ژوندنړیوال خبرونه

کورونا ویروس له کومه راپیدا شوی – ایا ساینسپوهانو دا معما حل کړې؟

د ساینسپوهانو یوې ډلې ادعا کړې چې دوی انسان ته د کورونا د لېږدیدو غوره شواهد موندلي دي

دا د روانې پېړۍ ترټولو بده ناروغي ده چې سیاسي سیوری هم پرې غوړېدلی خو اړونده څېړنو کې یې اوس یو بل اړخ را برسېره کړی.

له دې مخکې هم د کورونا ویروس د سرچینې او رامنځته کېدو په اړه بېلابېلې تیورۍ مخې ته راغلې وې خو هيڅ یوه یې په بشپړ ډول ثابته شوې نه ده.

په دا وروستۍ څېړنه کې د شواهدو پربنسټ د ځناورو یوه ډول ته اشاره شوې چې درې کاله مخکې یې د چین په ووهان ښار کې د حیواناتو له بازاره ټول کړي وو، هغه ځای چې د لومړي ځل لپاره ترې کورونا وبا خپره شوه.

په ۲۰۲۰ کال کې چې کورونا یوه مرموزه ناروغي وه. د چین د ناروغیو د کنټرول مرکز له پورته یادې شوې سیمې د څېړنو لپاره ځینې نمونې اخیستې وې.

د دې نمونو تر لاسه شوي جنیتیکي مالومات د څیړونکو یوې ډلې لخوا خپاره شول چې ښيي ریکون سپی د کورونا ویروس کوربه وو او له دغو سپیو څخه انسانانو ته لېږدېدلې.

د څېړنو له مخې د ریکون سپیو ډي اېن اې په هغو ځایونو کې موندل شوې چې د کورونا ویروس مثبتې پېښې په کې ثبت شوې وې.

په هرحال، د وبا اصلي لامل پیدا کولو لپاره لا هم شواهد ډېر کم دي ځکه چې د ووهان هغه بازار تړل شوی او هلته ټول موجود څاروي وژل شوي دي.

ساینسپوهانو د دې مهمې څیړنې په خپرولو کې درې کلن ځنډ د چین لخوا یوه لویه دسیسه ګڼلې ده

دا نوې څېړنه په داسې وخت کې راپور شوې چې د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکو پر هغه تیورۍ باور زیات کړی چې وايي، کورونا ویروس په لابراتوار کې جوړ شوی دی.

د چین حکومت که څه هم دا ادعا په کلکه رد کړې چې ګواکې کورونا ویروس دې په یوه ساینسي لابراتوار کې جوړ شوی وي.

خو د امریکا فدرالي څېړنو اداره (FBI) اوس دا خبره تر ډېره ریښتیا ګڼي.

ځينې ساينسپوهان پر دې باور دي چې دا نوې څېړنه ښايي د دې پوښتنې د ځواب لپاره تر ټولو غوره هڅه وي.

ساینسپوهان وايي چې د لوېديځ او چين تر منځ واټن د کورونا رېښې او بنسټ پیدا کولو کې خنډ رامنځ ته کولی شي.

نوې څېړنه څه وایي؟

ډاکټره فلورېنس ډیبیر د پاریس د ایکولوژي او چاپیریالي علومو انسټیټیوټ کې لوړپوړې څیړونکې ده.

نوموړې د یادې موضوع یو جنیټیکی تړاو کشف کړی.

ډاکټره ډیبیر وايي،: هغه مهال چې د کورونا ویروس اړوند جنیټیکي مالومات یې وموندل د لا نورو معلوماتو لټون ته یې لیوالتیا لا زیاته شوه.

ډاکټرې او ورسره څېړونکو یې چې کله موندل شوي جنیټیکي مالومات د جینونو معلوماتي زېرمې (GISAID) ته ور واچول نو ورمالومه شوه چې د کورونا جین د کوم حیوان جین ته ورته دی.

ډاکټرې فلورېنس ډیبیر وویل:”پایلې زموږ مخې ته سکرین کې راښکاره شوې او یو نوم یې راوښود چې هغه رېکون سپی Racoon Dog و.”

ډاکټر ایډي هولمز چې په همدې څیړنه کې ورسره بوخت دی وايي، تر دې دمه دا تر ټولو ښه ثبوت دی چې کورونا ناروغي له یوه حیوان څخه انسان ته ورغلې ده.

په هرصورت نوموړی وايي چې موږ هغه ځانګړی ژوی لا نه دی موندلی چې ویروس یې لیږدولی دی.

ډاکټر ایډي هولمز وايي:”دا هم د حیرانتیا خبره ده چې موږ دا مالومات ترلاسه کړل. موږ ته یوازې دا نه ښيي چې یو ځانګړی ژوی هلته موجود و، بلکې دا موږ ته دا هم راښیې چې همدا حیوان هلته په کوم ځای کې و.”

ساینسپوهان د کورونا ویروس د ریښې موندلو لپاره څه کولی شي؟

د نويو ترلاسه شويو مالوماتو له برکته نورې څیړنې هم کېدای شي خو دا به سخت بهیر وي.

پروفیسوره ماریون کوپمنز چې د نړیوال روغتیايي سازمان د څیړونکي ټیم برخه وه، ۲۰۲۰ کال کې یې ووهان ته سفر کړی.

نوموړې وویل: اوس د دې موضوع موندنه ممکنه ده چې پر کورونا اخته ژوی چا هغه بازار ته راوړی و.

خو نوموړې وايي که هغه بازار کې ناقانونه پېر او پلور کېده نو موندل به يې ستونزمن وي.

له کوم فارم یا ځای څخه چې ژوي راوړل شوي وو، هغه ځای کې هم بیولوژیکي نښې موندل کیدای شي.

که ساینس پوهان وکولی شي د هغو حیواناتو انټي باډي پیدا کړي چې د کورونا ناروغۍ په کې ثابته شوې، دا هم مرسته کولی شي.

خو د پروفیسرانو په خبره دا هم خورا ستونزمن کار دی.

ایا د وبا د رېښې یا بنسټ معما حل شوې؟

تر دې دمه څوک نه شي کولی په کره او رېښتونې توګه دا پوښتنه ځواب کړي.

له بده مرغه دمګړۍ د کورونا ویروس د رېښې موندلو په شواهد او تیوريګانو سیاسي سیوری غوړېدلی دی.

خو ورځ تر بلې د هغې تیورۍ تله درنېږي چې وايي د کورونا ویروس په ژویو کې پیدا او بیا انسان ته انتقال شوی دی.

بلخوا بیا بله تیوري هڅه کوي دا ثابته کړي چې دغه ویروس د ووهان له لابراتوار څخه خپور شوی.

دا تیوري د اېف بي ای لخوا د خپرې شوې نظریې را وروسته ډېره د پام وړ ګرځېدلې.

پروفيسور هولمز وايي: اوس موږ پوهېږو چې دا ناروغي له هغه بازار سره نږدې پیدا شوې چې دغه ژوي په کې موجود و.

پروفیسور هولمز په دې باور دی چې “دا ناروغي له هغه لابراتوار څخه نه ده خپره شوې چې ۳۰ کیلومتره ترې لېرې دی او هيڅ داسې شواهد نه شته چې لابراتوار ته نژدې لومړنۍ کومه پېښه ثبت شوې وي.”

خو د مالوماتو په خپرولو کې د ځنډ له کبله د چین پر وړاندې غوسې راپارېدلې دي.

پروفیسور هولمز زیاتوي: خپاره شوي درې کلن زاړه مالومات دي چې په ویب پاڼه خپاره شوي وو.

په هر حال کله چې چینایي څیړونکي پوه شول، چې نور ساینسپوهان په ویبپاڼه کې د مالوماتو له موجودیت خبر شوي نو دا مالومات یې بېرته پټ کړل.

د مارچ په ۱۷مه د روغتیا د نړیوال سازمان مشر وویل چې د مالوماتو هره برخه مهمه ده او هر څه چې د کورونا په اصل پورې اړه لري باید نړیوالې ټولنې ته ورکړل شي.

نور ولولئ: راتلونکې زېږدیزې میاشت کې د کرونا ضد واکسین کمپاین پیلېږي

ډاکټر هولمز وايي:”دا ناروغي انسان ته له یوه ژوي ورغلې ده او د تاریخ په اوږدو کې همداسې پېښ شوي.”

نوموړی زیاتوي “څه چې موږ یې کولی شو هغه دا دي چې له دغو ژویو ځان لېرې وساتو او ډېر احتیاط باید وکړو ځکه چې دا پېښې بیا رامنځته کېدای شي.”

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button