ژوند او ټولنه
رجحان

کوم خواړه د زیات وزن په بایللو کې مرسته کوي؟

یو شمېر خواړه شته چې په خوړولو سره یې ستاسو د وزن په بایللو کې مرسته کوي

ساینسپوهانو د خوړو په اړه هم بېلابېلې څېړنې کړي او دا یې ښکاره کړي ده چې د انسان روغتیا ته کوم خواړه ښه دي او کوم یې ښه نه دي.

دا خواړه په ۲۰۲۳ کال کې د ساینسپوهانو له لوري د غوره خوړو په توګه ثابت شوي دي. دغه خواړه د زیات وزن د بایلونکو خوړو په لېست کې دي او وجود ته یې ګټه ډېره ده. په دې مقاله کې تاسو د خوړو د پېژندلو تر څنګ د وزن بایللو مفهوم او نور اړین معلومات تاسو ته وړاندې کوو. د وزن بایللو مفهوم ډېر ساده دی. مثلا که چېرې تاسې اخیستي کالوري پر وخت وسوزوی، تاسو به خپل وزن وبایلی او هغه خوراکونه چې تاسو ته کالوري درکوي خو وزن مو نه زیاتوي، د روغتیا لپاره ډېر ګټور وي.

د وزن بایللو لپاره هغه خواړه مهم دي چې په تیوري کې موجود وي.

د وزن بایللو لپاره باید څه وکړو؟

د وزن بایللو لپاره ځانګړې اپلېکشنونه شته چې په هغه کې خواړه، د تمرین کولو لارښوونې او نور اړوند مسایل شامل دي. دا له تاسو سره مرسته کوي تر څو خپل وزن له یوه لوري کنترول او بل مو روغتیا سالمه وساتی. تاسو ته هغه خواړه په ګوته کېږي چې تاسو ته سالمه روغتیا او کالوري درکوي، خو وزن ډېرولو کې ډېر رول نه لري. پر دې سربېره تاسو ته د خوړو او تمرین پر مهال کوچ یا روزونکی هم مه دی، خو دا روزونکی تاسو خپله هم کېدلی شی، ځکه تاسو به د خواړو ترکیب او د تمرین مهارتونه تر لاسه کړي وي.

کوم خواړه اړین دي چې د وزن بایللو پر مهال یې وخوری؟

تاسو کولی شی چې له شنو سبزیو لکه بادرنګ، ګټ مرچک، رومیانو او نورو څخه سلاته جوړه او بیا یې له مستو سره ګډه او ویې وخورئ. همدارنګه تاسو ته اړینه ده چې جوش کړي وریجې، ایشدلي خواږه کچالو، جوش شوي هګۍ بې له زيړو، جوش شوي لوبیا، شیدي او د ماهي غوښه شامله ده. که چېرې تاسو داد خواړه مهالوېش تعقیب کړی نو په ډېرې اسانۍ سره به وکولی شی چې وزن وبایلی او تر څنګ یې خپله روغتیا هم وساتی.

د نن سبا څېړنې وايي چې بې ځایه چاغوالی د بېلابېلو ناروغیو سبب کېږي او ګڼ مشکلات لکه د شکر ناروغي، د رګونو بندښت، د زړه حمله، ستړیا، د وینې فشار او کم انرژي کېدل له همدې امله دي.

نو که تاسې غواړی چې سالم بدن او ښه روغتیا ولری، نو هغه خواړه وخورئ چې ستاسو د وزن په کمولو کې مرسته درسره کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button