نړیوال خبرونه

ګوتریش: په افغانستان کې ښځې له عمومي ژوند څخه محرومې شوې دي

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو کمیسیونو په پرانیست غونډه کې د دې سازمان سرمنشي په نړۍ کې د ښځو د ناوړه وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوترېش د دې سازمان د ښځو کمیسیون پرانیستنې په ناسته کې ویلي چې د ښځو د حقونو په برخه کې د پرمختګ په درېدلو سره، د افغانستان په څېر هېوادونو کې ښځې او نجونې په اصل کې له عمومي ژوند څخه محرومې شوي دي او له جنسیتي برابرۍ څخه لا نورې هم د لېرې کېدو په حال کې دي.

نوموړي څرګنده کړې چې د ښځو حقونه په ټوله نړۍ کې د تهدید او نقض په حال کې دي. نړیواله ټولنه به د ښځو د حقونو مسئله په ځانګړي توګه د افغانستان د ښځو د حقونو مسئله تعقیبوي. کوم پرمختګونه چې په تېرو څو لسیزو کې ترلاسه شوي وو، د له منځه تللو په حال کې دي.

نور ولولئ: له نجونو پرته په افغانستان کې د تحصیلي کال پيل

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما خبر ورکړی چې د دې سازمان امنیت شورا به د افغانستان په اړه غونډه کوي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړی استازی به د دې هیواد د وضعیت په اړه د امنیت شورا غړو هیوادونو ته راپور وړاندې کړي.

اروپايي ټولنې د اسلامي امارت په دوو لوړ پوړیو چارواکو باندې بندیزونه لګیدلي

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د روان تبعیض په غبرګون کې چې په لړ کې یې په دې هیواد کې ښځې د کار او زده کړو له حقونو محرومې شوې دي اروپایي ټولنې پر ځینو طالب چارواکو بندیزونه لګولي دي.

اروپایي ټولنې د اسلامي امارت د لوړو زده کړو او امربالمعروف او نهی عن المنکر پر وزیرانو بندیزونه لګولي دي.

د دې ټولنې غړو هیوادونو د سه شنبې په ورځ د کب ۱۶مه د شپږو هېوادونو په لوړ پوړیو چارواکو چې د افغانستان او روسیې چارواکي هم پکې شامل وو، له ښځو سره تاوتریخوالي او او د هغوی د حقونو څخه د سرغړونو له امله یې پر دوی بندیزونه ولګول.

د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزیر ویلي چې د ښځو پر تعلیم بندیز دایمي نه دی

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر څرګنده کړې چې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمي نه دی بلکې دا چار د دوی د مشر تر دویم امر پورې معطله شوې ده.

نوموړې وروسته له هغې چې په هیواد کې په پوهنتونونو کې د زده کړې بهیر بیا پيل شو وویل چې دوی حتی ښځینه استادانو ته پر کورونو تنخواوې ورکوي او هغوی یې له دندو نه دي شړلي.

طالبانو تل ټینګار کړی چې دوی د ښځو پر ځینو حقونو بندیز د ځینو اصلاحاتو راوړلو له کبله لګولی دی او ژر به دا بندیزونه لرې شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button