نړیوال خبرونه

یوافغانه ډاکټره د پاکستان په یو شفاخانه کې د کورونا ويروس سره مبارزې کې برخه اخلي

د کورونا ويروس د نړۍ په کجه غټه او تاریخي وبا ده  په دې سخت حالت کې په ټوله نړۍ کې خپور شوى او د ټولې نړۍ اقتصادي، ټولنيزې او نورې چارې په ټپه ولاړې دي او خلک په کورونو کې بند دي، يوه افغان کډواله ډاکټر په پاکستان کې د کورونا ويروس ناروغانو لپاره شپه و ورځ مبارزه کوي.

ډاکټر سليمه رحمان یو افغان کډواله د او په پاکستان کې له ډېر وخت راهیسي په یو شفاخانه کې کارکوي هغه  يو له هغه ډاکټرانو څخه ده چې د پاکستان په يوه روغتون کې د کورونا ويروس د ناروغانو په درملنه بوخته ده. د يو اېن اېچ سي ار په خپل ټويټر اکاونټ باندې د دغه د افغانې کډوالې ډاکټرې ډاکټر سليمه رحمان انځورونه خپاره کړي دي او ورسره يې ليکلي دي، چې د پاکستان په پېنډۍ ښار کې په هولي فاميلي روغتون کې د غريبو ناروغانو په درملنه بوخته ده..

دغه روغتون چې د غريبو او کډوالو لپاره خدمات وړاندې کوي، د اروپايي هېوادونو او يو اېن چي سي ار پاکستان له لوري يې ملاتړ کېږي د په پاکستان کې اوس مهال په لکونو افغان کډوال ژوند کوي، ډېرى يې په همدغه هېواد کې زېږېدلي، لوى شوي دي او اوس په همدغه هېواد کې ژوند کوي.

د ډاکټر سليمه رحمان کړنې د ستایلو دي باید د هغې کړنې د مختلفو ادارو او اشخاصو لخوا ووستایل شي ترڅو د معاشرې عام وګړي هم د خلکو د خدمت لپاره کار وکړي او په دغه سختې وبا مخنیوۍ وشي.  

بل لوري ته د کورونا ويروس چې په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره خپرېږي، په پاکستان کې هم ډېر په چټکۍ خپرېږي او په دغه هېواد کې د کورونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر له څلور زره څخه اوښتى دى.

که څه هم د پاکستان حکومت ټول هېواد کې ګرځبندېز اعلان کړى دى او له ډېرو ورځو راهيسې بازارونه تړلي، خلک په کورونو کې بند دي، خو بيا هم د کورونا ويروس پېښې کمېږي نه او پرلپسې دغه ويروس په پاکستان کې خورېږي

اوسمهال ددې وخت رارسېدلۍ دۍ چې باید ټوله نړۍ په دغې سخت وخت کې د کرونا ویروس سره جدي مبارزه وکړي په خیریه کارونو کې برخه واخلي د کرونا ویروس باندې مبتلا خلکو سره مرسته وکړي هغه ډاکټران چې تخصص لري باید د کرونا ویروس د درمل یا واکسین جوړولو لپاره ریسرچ وکړي تر څو د دغې وبایی نارړغۍ زر تر زره مخنیوۍ وشي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button