نړیوال خبرونه

یواځې یوه سلنه ماشومان په کابل کې له ګوزڼ واکسین څخه پاتې کیږي

روغتیایي مسؤولین وایي چې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاینونو کې د کابل ۹۹ سلنه ماشومانو ته واکسین رسیږي او یواځې یوه سلنه ېې له واکسین څخه پاتې کیږي. د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤولین وایي چې په کابل کې د پولیو ضد کمپاینونو کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي چې ددې ښار د نفوس په تناسب یوه سلنه کیږي.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن وایي، دوی هڅه کوي چې د عامه پوهاوي چارې ګړندۍ کړي تر څو دغو ماشومانو ته هم د پولیو واکسین څاڅکي ورسیږي. ښاغلي مومن امریکا غږ ته وویل: ”د کابل په هر کمپاین کې زموږ هدف ۱۳۸۵۰۰۰ ماشومانو ته د پولیو واکسین رسول دي، خو له بده مرغه لا هم هر ځل ۱۴۰۰۰ (یوه سلنه) ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي. “

ښاغلي مومن له واکسین څخه د ماشومانو د پاتې کیدو عمده دلیلونه د پولیو واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی او د هوا بدلون ته اشاره کوي او زیاتوي چې ځیني ماشومان له دې کبله هم له واکسین څخه محرومیږي، چې د واکسین پر مهال یا په کور کې موجود نه وي او یا ویده وي.

بل لوري ته د کابل یو شمېر اوسیدونکي له روغتیایي چارواکو غواړي چې هغو کورنیو ته چې لا هم خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین له ورکولو ډډه کوي، د پولیو واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي.

نور یی ولوله | د سرای شهزاده مارکیټ چاودنه کې یو مړ او ۵۹ تنه ټپیان شوي

د کابل ښار اوسیدونکي، رحمان پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”باید د پولیو واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات شي، ځکه ګوزڼ یوه خطرناکه ناروغي ده او د ماشومانو د تل پاتې معلولیت سبب کیږي. “ د کابل ښار اوسیدونکې، عایشه بیا وایي: ”زما په اند په افغانستان کې له واکسین څخه د زرګونو ماشومانو د پاتې کیدو اصلی لامل بیسوادي ده. “

د اغلې عایشه په وینا، که چیرې میندې او پلرونه سواد ولري او د واکسین په ارزښت او ګټو وپوهیږي، نو هیڅکله به د خپلو ماشومانو له واکسینولو سره مخالفت ونکړي. روغتیا پالان له والدینو غواړي چې له تل پاتې معلولیت څخه د خوندي پاتې کیدو په موخه دې د پولیو ضد هر کمپاین کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button