نړۍ خبرونه
رجحان

یوناما: افغانستان کې له کلونو راهیسې مرسته رسوونکو ته خنډونه موجود دي

یوناما وايي، افغانستان له کلونو راهیسې د بشرپاله مرستو رسوونکو پر وړاندې خنډونه لري

یوناما وايي، که څه هم له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې شخړې پای ته رسېدلې دي، خو په بشرپالو چارو کې د افغان ښځو او نجونو ګډون کم کړل شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال په دې اړه خواشیني ښودلې.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د اګسټ ۱۹مه د بشپرپالنې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې افغانستان له ډېر وخت راهیسې د بشرپاله مرسته رسوونکو لپاره له ګواښونو ډک هیواد دی.

په مرستو رسولو کې د افغان ښځو د ونډې کمېدل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال ایندریکا راټواټي وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د بشرپاله فعالیتونو په برخه کې د افغان ښځو او نجونو ونډه کمه شوې ده.

نوموړی وايي: «دا د بریالیتوب په لاره کې ننګونې وړاندې کوي.»

نور ولولئ: طالبان د ښځو د نیونو په تړاو د یوناما اندېښنې بې ځایه بولي

نور ولولئ:  یوناما وايي، ۱۵ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې پراته دي

ښاغلی انډریکا وايي؛ له بندیزونو او ننګونو سره سره په ټول هیواد کې د افغان مېرمنې او نارینه مرستندویه کارکونکي په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو رسولو په برخه کې د ملا تېر په توګه پاتې دي.

نوموړی زیاتوي: «په بشردوستانه کړنو کې د افغان ښځو او نارینه وو بشپړ ګډون خورا مهم دی ځکه چې موږ ښځو او نجونو ته په خوندي او دوامداره توګه ورسیږو»

د بشرپاله مرستو رسوونکو ساتنه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال وايي، د نړۍ مشران، اوس له بل هر وخت څخه ډیر اړتیا لري چې د بشردوستانه کارمنانو ساتنه تضمین کړي او د دوی کار وړ او ځواکمن کړي.

د نوموړي په خبره د بشردوستانه کارکوونکو او مرستو، په ځانګړې توګه له ښځینه مرستندویه کارکونکو پرته به د میلیونونو خلکو ژوند او هوساینه به له ګواښ سره مخامخ وي.

د یوناما د معلوماتو له مخې، ۲۰۲۳ کال د بشرپالنې د کارکوونکو لپاره خونړی او ۲۰۲۴ به ښايي تر هغه بدتر وي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي، افغانستان کې امن دی او د هېچا پر وړاندې په کې ګواښ نشته، خو خیریه بنسټونه بیا وايي، طالبان دي چې په کارونو او پلانونو کې یې غیر قانوني او خپلسري مداخله کوي. 

طالبان بیا دا ډول څرګندونې ردوي او وايي، موږ د مؤسساتو او خیریه بنسټونو په کارونو کې مداخله نه کوو.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button