نړیوال خبرونه

یوه نامعلوم نفر د فرانسې جمهور ریس ایمانویل ماکرون ته څپیړه ورکړې

یوه نا معلوم نفر د فرانسې جمهور ریس ایمانویل ماکرون ته څپیړه ورکړې.د فرانسې توندلاری ولسمشر ایمانویل ماکرون د خپل ملک په سویل کې د یوه رسمي سفر پروخت د یوه نامعلوم کس له لوري په څپیړه وهل شوی.

یوه ویدیویي کلیپ چې پر ټولنیزو رسنیو لاس پر لاس کیږي ښيي، یو شین رنګه کمیس لرونکی کس چې په ماسک یې مخ پټ کړی وي ایمانویل ماکرون په څپيړه ووهي، چې سمدلاسه د امنیتي کسانو له لوري ونیول شي.د بهرني خبري اژانس د راپور سره سم، بریدګر کس د ماکرون وهلو پرمهال په لوړ غږ وویل، «مړ دې وي ماکرونیزم». د فرانسې امنیتي مسئولین وایي چې د پېښې په تړاو یې دوه کسه نیولي دي.

macron

د فرانسې جمهور ریس چې تل د اسلام ضد څرګندونې کوي، په تېرو څو کلونو کې د اسلامي هېوادونو لخوا په ځانګړي توګه د ترکیې د سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.مختلفو مسلمان ملکونو د دوی خبرو او اسلام مخالفت ته غبرګون ښودلی او لا هم ټیګار کوی چې دا ډول کړنو باید مخنیوی وشي.

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې ماکرون د فرانسې د بېلا بېلو سیمو ته رسمي سفرونه پېل کړي دي، چارواکي وایي، په هېواد دننه به د نوموړي سفرونه دوام کوي.او هیڅ ډول ویره به ونه لري ځکه د دوی په خبره اوس وخت د دې رارسېدلی چې باید د خلکواو ولس خدمت وشي.

د یادولو وړ ده چې په فرانسه کې له تېرو اوه میاشتو راپدیخوا د کرونا وبا له کبله ریستورانتونه او هوټلونه تړل شوي وو چې تېره ورځ یې د پرانېستلو پریکړه وشوه.او لا هم عام ولس ته لارښوونه شوې ده چې باید بیرون ته تګ راتګ کې احتیات وشي.او همدارنګه د کرونا وبا ډېره خپره نشي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button