تجارت خبرونه

یو این ډي پي: ښځینه سوداګرې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، افغان سوداګرې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي

هاخوا طالبان وايي، ښځینه سوداګرو ته یې د کار جوازونه وېشلي او د کار زمینه یې ورته برابره کړي ده.

د ملګرو ملتونو پراخیتایي پروګرام ، UNDP وایي، د سوداګرو ښځو کاروبار د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو لپاره یوکاري فرصت برابرکړی خو هغوی له ډیرو ستونزو سره مخ دي.

د پانګې او بازارونو نشتوالی

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په هغه نوي راپورکې چې پرون چهارشنبې یې خپورکړی ویلي چې د ۳۱۰۰ سوداګرو ښځو چې په ترسره شوې سروې کې یې برخه اخیستې، ۴۱ سلنه یې ویلي چې د خپل کاروبار لپاره یې پیسې پور کړي دي.

د دوی یوازې پنځه سلنه یې بریالۍ شوي چې له بانکونو یا د کوچینیو پورونو له موسسو کریډیټ ترلاسه کړي، خو نورې اړې شوې چې د خپلو سوداګریزو چارو د ودې لپاره د خپلې کورنۍ له غړیو او دوستانو پیسې پور کړي.

نور ولولئ: معترضې مېرمنې، رینا امیري د طالبانو لابي‌ګره بولي

نور ولولئ: بلخ کې د ښځو لاسي صنایع ۴ورځنی نندارتون جوړ شوی

یوه بله ستونزه چې د دې سروې اویا سلنه ګډونوالو راپورته کړې، د ښځو پر فعالیت د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه بلل شوي.

afghan (7)
انځور؛ افغان ښځینه سوداګره چې په نندارتون کې خپلو تولیداتو ته ناسته ده.

ډېرو ښځو ویلي، له محرم پرته بازارونو ته سفر کولای نشي

طالبانو تراوسه سوداګرې ښځې له کاروباره نه دي راګرځولي،خو د سینګارځایونو بندیدل یې چې په زرګونو ښځو ته یې کاري فرصتونه برابرکړي و، پردوی یولوی ګوزارو. ښځې همدارنګه په نادولتي موسسو او ځینو دولتي ادارو کې هم له کارکولو منع شوي دي.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې، په اوس وخت کې په افغانستان کې اکثره ښځې په غالۍ اوبدلو، لاسي صنایعو، وچې میوې او د زعفرانو د تولید په برخو کې په کارونو بوختې دي.

په افغانستان کې د UNDP استازي سټیفن رودریکز په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې ښځي له ډېرې مودې راهیسې د خپلو کورنیو د سوکالۍ یوځواک ګڼل کیږي او د کلیوالي اقتصاد په ساتلو کې یې مهمه ونډه ترسره کړې ده.

د هغه په خبره، افغان مېرمنې د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري او د افغانستان راتلونکې په هغو پورې تړلې ده.

په هرات کې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې غړې صدیقه صادقیار دې آژانس ته ویلي چې د سوداګرو ښځو په وړاندې لویې ستونزې، د سرچینو او مالي ملاتړ نشتوالی دی.

د هغې په باور، که چیرې سازمانونه د سوداګرو ښځو، په تېره په مالي برخه کې د هغوی ملاتړ وکړي، دوی کولای شي چې د ښځو لپاره ډېر کاري فرصتونه رامنځته او ان خپل محصولات بهرته هم صادر کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button