نړیوال خبرونه

۱۲مملکتونه غواړي د بین الافغاني مزاکراتو کوربه شي

۱۲مملکتونه غواړي د بین الافغاني مزاکراتو کوربه شي د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره وخت را لنډېږي. اوس د خارجه وزارت وایي چې ډېرۍ هېوادونو د مخامخ خبرو لپاره د کوربتوب پيشنهاد کړي دۍ

د سولې پروسې په ګرمېدو سره اوس د دنیا په کچه ۱۲ مملکتونو پېشنهاد کړی چې خپلمنځي مذاکرات دې د دوی په کوربتوبپیل شي دولت وايي، ګڼو مملکتوو له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د سولې کوربه توب ته چمتودۍ، دغه مملکتونه وايي مونږ خوښ یو چې د سولې خبرو کوربه توب وکړو،د بهرنيو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د ۱۰ سيمه ييزو او ۲ اروپايي هېوادونو په ګډون ۱۲ هېوادونو تر اوسه دخپلمنځي مذاکراتو کوربه توب ته چمتووالۍ ښودلی او د هغوی همدې ښه نيت ته په کتو دولت غواړي ټول اړخونه او لورو ته د سولې بهيرکې برخه ورکړي،

دولت د دغو هېوادونو د ښه نيت ته ښه راغلااست ویلۍ ، خو په وينا يې مذاکرات به په مرحله يې ډول په ګڼو هېوادونو کې وي ،دغه عمل به ټولې لورې د سولې پروسې کې شامل کړي او له بل لوري مذاکرات د مشخصو هېوادونو له اغېز او کنټرول څخه بهر وساتل شي،د سزچينیو له مخې، ټاکل شوې د مذاکراتو د لومړي پړاوو کوربه توب قطر وکړي او له هغه وروسته جرمني، ناروې، ازبکستان، ترکمنستان او ګن نور هېوادونه هم په لېست کې شامل دي،

بازې سرچينیو له مخې د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ د جولای مياشتې په منځ کېشروع شي، خو د بنديانو د خلاصون پر سر جنجالونو دغه بهير وروسته کړۍ دۍ او دواړو لوريو بېرته د بنديانو خلاصون پيل کړی او ډېر ژر به د دې بهير په بشپړېدو سره د مخامخ خبرو نېټه هم اعلان شي.که څه هم طالبانو په بیا بیا ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په نامستقیم ډول په دې هوکړه شوې ده چې د خبرو پیل به له قطر څخه کېږي بیا به د دې خبرو نور پړاوونه په نورو هېوادونو کې پیليږي

بلخوا بیا آلمان هم د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې ویلي چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان د روانې کشالې د حل لپاره له طالبانو سره د حکومت د مذاکراتو کوربتوب وکړي.دا چې د حکومت او طالبانو خبرې به له کومه ځایه پیل او چېرته به پای ته ورسېږي، لا له وخت وړاندې خبره ده خو تمه ده په قطر کې بین الافغاني خبرې شروع شي،

اوس وخت دولت او دولتي پأاوۍ په داسې ځاۍ باندې موافقه وکړي چې د سولې بهیر ته پکې خیر وي او ژر تر ژره دغه لړۍ پیل شي ، څکه د ډېر وخت راهيسې طالبانو په دې ټينګار کاوه چې باید د بین الافغاني خبر لپاره ځاۍ ژر تر ژره وټاکل شي ترڅو دغ پروسه د ځنډ ښکار نشي، دولت او طالبان دواړه لورې باید په دې لړ کې په سمه توګه سم اقدامات وکړي ترڅو افغانستان سولې ته ورسيږي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button