هند لوبډلی د افغانستان څخه لوبه وګټله
متحده عربي امارات –
کرکټ نړیوال جام کی هند له افغانستان نه په ۶۶ منډو سيالي وګټله د کرکټ شل اوريز نړيوال جام سياليو په ترڅ کې د هند لوبډلې افغانستان ته د ۶۶ منډو په توپير ماته ورکړه دغه سيالي چې د متحده عرب اماراتو په ابوظبي کې کېده پچه افغانستان وګټله او لومړی يې هند ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه
هند په ټاکلو شلو اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۱۰ منډې وکړې. د هند روهېت شرما ۷۴، کیل راهول ۶۹، هارډېک پانډيا ۳۵ او رېشب پنټ ۲۷ منډې وکړې. په ځواب کې يې افغان لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۴ منډې جوړې کړې او سيالي يې وبايله لکه څنګه چې طمع کېده افغان توپ اچوونکي ښه توپ اچونه ونکړه . يواځی ګلبدين نايب او کريم جنت يوه يوه لوبغاړی وسوځول په توپ وهنه کې د افغانستان لپاره کريم جنت تر ټولو ډېرې (۴۲) منډې وکړې. د ده تر څنګ لوبډلمشر محمد نبي ۳۵، رحمان الله ګوربز ۱۹
دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی
او ګلبدين نايب ۱۸ منډې جوړې کړې د هند لپاره محمد شامي درې، روي چندرن اشوېن دوه ، جسپريت بومرا او رويندر جډېجا يوه يوه لوبغاړی وسوځول د دغو سياليو نيمه پايلوبې ته د تلو لپاره افغان لوبډلې بايد خپله راتلونکې لوبه له سکاټلنډ څخه وګټي د نننۍ سيالۍ لپاره افغان لوبډله کې دوه بدلونونه راغلي وو لومړی د تقاعد شوي اصغر افغان پر ځای شرف الدين اشرف او د ټپي شوي مجيب ځدراڼ پر ځای تېز بالر حميد حسن غوره شوی
افغانستان لدی مخکې د سکاټلنډ او نیمېبیا مقابل دوه سیالۍ ګټلې او د پاکستان مقابل یې یوه بایللې وه د هند لوبډله د پاکستان پر مقابل کی له ماتې څخه وروسته له سختو نیوکو سره هم مخ شوې وه نو ځکه د نننۍ لوبې ګټل یا بایلل به یې نه یواځی نړیوال جام کې برخلیک ټاکونکي وي بلکې د مینه والو امیدونه او
طمعی به ییهم ورسره تړلې. پاکستان د دې نړیوال جام په دویم ګروپ کې تر ټولو پیاوړې لوبډله ثابته شوې او تر دې دمه یې خپلې درې واړه لوبې ګټلې.افغانستان لپاره د نیوزلینډ څخه سیالی ګټل خورا مهم دی چی نړیوال جام نیم پایلو لوبو ته لاره پیدا کړی