Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

یوه امریکايي ډپلوماټ ابوظبۍ کې افغان کډوالو ته: د لېږد چارې به مو ګړندي شي

یو جګپوړي امریکايي ډپلوماټ پرون جمعه (د کب ۱۳مه) له زرګونه هغو افغانانو سره چې امریکا ته د تګ په تمه د ابوظبۍ په کمپونو کې وخت تېروي د هغوی د لېږد په چاره کې د ځنډ له کبله بښنه وغوښته او ژمنه یې ورسره وکړه چې امریکا کې د دوی د مېشتېدو کارونه به ګړندي شي. خو دې چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې افشا شي په عین حال کې ټینګار وکړ چې یو شمېر دا کسان له امریکا سره هېڅ راز اړیکي نه لري او امریکايي چارواکي یې لا ګردسره پېژني نه.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنېدو سره سم زرګونه افغانان د وېرې او هېجان په حالت کې له افغانستانه ووتل. امریکايي ډپلوماټ خبریالانو ته وویل، له دې افغانانو سره له خبرو وروسته د هغوی شرایط او حالت درک کوي او له هغوی یې غوښتي چې د دوی د انتقال د سیسټم د فعالېدو تر وخته دې له زغمه کار واخلي.

نور یی ولوله | افغانستان کې د مالي معاملاتو امریکایي جواز مثبتو غبرګونونو سره مخ شو

د ابوظبۍ په کمپ کې دېره کډوالې پلوشې اکبر چې له امريکايي چارواکي سره په غونډه کې حاضره وه ازادي راډیو ته وویل:”موږ ته فرصت راکړل شو چې له امریکايي چارواکو سره له نژدې وګورو. موږ د تخلیې په اړه له هغوی پوښتنې وکړې، خو له بده مرغه زموږ پوښتنو ته د قناعت وړ ځواب رانه کړل شو او یوازې صبر او زغم ته یې راوبللو.” په ابوظبۍ کې د امریکا د سفارت چارواکو خبریالانو ته ویلي دي چې یو شمېر دا کډوال ښايي هېڅکله ونه شي کولی چې امریکا ته ولاړ شي ځکه د دوی په وینا امریکا دوی نه پېژني او له امریکا سره یې مخکې له دې هم کومه اړیکه نه لرله خو دې چارواکو په عین حال کې ټینګار کړی چې دا ډله افغانان به هېڅ یو هم په جبري ډول افغانستان ته ونه لېږل شي.

دوی ویلي، امریکا له نورو هېوادونو غوښتي دي چې دوی ته ته پناه ورکړي. په ابوظبۍ کې په دوو کمپونو کې د دېره افغان کډوالو شمېر ۱۲ زرو ته رسېږي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تراوسه د ۸۵ زرو په شااوخوا کې افغانان امریکا او زرګونه نور نورو هېوادونو ته لېږدول شوي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button