لوبې

اسټرالیا، سریلانکا ته د (۱۰) لوبو په موخه اوږد سفر لري

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله به د جون په میاشت کې سریلانکا ته سفر ولري، چې دا به په شپږو کلونو کې لومړي ځل وي چې دغه لوبډله د درې واړه فارمیټونو لوبو لپاره سریلانکا ته ورځي.

د سریلانکا کرکټ بورډ نن د پنځه اونیو سفر لپاره نیټه او ځایونه تایید کړل، چې پکې به درې شل اوریزې، پنځه یو ورځنۍ او دوه ټیسټ لوبې شامل وي.

د محدوده اورونو اته لوبې به د جون له ۷مې څخه د جون تر ۲۴مې پورې په کولمبو کې د پریماداسا لوبغالي او په کنډي کې د پالیکیلي نړیوال لوبغالي ترسره شي.

نور یی ولوله | د نجونو د زده کړو د مخنیوي پرسر امریکا په دوحه کې له طالبانو سره کېدونکې مذاکرات لغوه کړې

دوه ټیسټ لوبې به، چې د نړیوال ټیسټ اتلولۍ برخه وي، د جون له ۲۹مې څخه د جولای په ۳مه او د جولای له ۸مې څخه تر ۱۲مې پورې په ساحلي ښار ګیل کې ترسره شي.

د ویلو ده چې د اسټرالیا ټیسټ کرکټ لوبډلې نن په پاکستان کې دغه هېواد ته په ماتې ورکولو سره ټیسټ لوبلړۍ ۱-۰ وګټله.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button