د محمد نبي خیریه بنسټ په لغمان کې (۱۵۰) کورنیو سره مرسته وکړه
څه موده مخکې د محمد نبي خېریه بنسټ له خوا په کابل کې له یو شمېر کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته شوې وه او اوس تازه د ۱۵۰ کورنیو سره د دغه بنسټ له خوا مرسته شوې ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي((د محمد نبي خیریه بنسټ د خپلو مرستو په لړ کې دا ځل د لغمان ولایت مرکز مهترلام کې پر شپیتو کورنیو د خوراکي توکو مرستې وویشلې. دغه لړۍ له روژې مخکې پیل شوې او دوام به ولري.))
هغه همدا راز زیاتوي، چې تر دې وړاندې په کابل کې هم پر شاوخوا ۱۵۰ کورنیو خوراکي توکي ویشل شوي دي.
نور یی ولوله | افغانستان بانک له بانکونو څخه د مامورینو د معاشونو په ایستلو محدودیت لیري کړ
نبي دا هم لیکلي:((روژه د خیر او برکت میاشت، هر عمل پکې څو برابره ثواب لري نو موږ هم ددغې چارې په ترسره کولو کې ستاسو هره یوه ملاتړ او مرستې ته اړتیا لرو. د خیر په دغه چاره کې زموږ ملګرتیا وکړئ..))
د یادولو وړ ده چې د محمد نبي خېریه بنسټ له څو کلونو راهیسې په کابل او نورو ولایتونو کې له خلکو سره بېلا بېلې مرستې کوي، په ځانګړې توګه د روژې پر مهال بیا د دغه بنسټ له خوا د مرستو لړۍ لا ډېرېږي.