سپورټد سپورټ تازه خبرونه – کرکټ، فوټبال او نړیوال سیالۍ

محمد حسنین به ډېر ژر د توپ اچونې ازموینه ورکړي

پاکستانۍ رسنۍ ادعا کوي چې د پاکستان ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی محمد حسنین د بایو میخانیکي ازموینې لپاره ډېر ژر د کرکټ له نړیوالې شورا سره اړیکه ونیسي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، پاکستاني روزونکي عمر رشيد له محمد حسنين سره په ګډه کار کړى دی، چې وروستو يې د توپ اچونې ايکشن یا سټایل کې د پام وړ ښه والى راغلى دى.

د محمد حسنین د توپ اچونې د سټایل ازموینې د پاکستان په لاهور کې د آی سي سي لخوا منظور شوي بایو میخانیک لابراتوار کې ترسره شوي او اوس یې د رسمي ازموینې لپاره بیاهم نړیوالې ته یو لیک استولی دی.

نور یی ولوله | کرزی: هیله لرم چې د افغانستان او پاکستان اړیکې به پیاوړې شي

ياده دې وي چې محمد حسنين په بيګ بيش ليګ کې د توپ اچونې پر مهال تر شک لاندې راغلی و او له هغې وروسته یې د غېر قانوني توپ اچونې راپور ورکړل شوی و.

وروسته له هغې د دغه چټک توپ اچونکي د سټایل ازموینه په لابراتوار کې واخیستل شوه او وروسته يې د توپ اچونې ايکشن غير قانوني اعلان شو او بندیز پرې ولګېده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button