د انګلستان مخکښ لوبډلمشر ایون مورګن له نړیوال کرکټ نه استعفا ورکوي
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د محدوده اورونو لوبو لوبډلمشر او تکړه توپوهونکي ایون مورګن نه یوازې دا چې لوبډلمشري یې پرېښوده، بلکې له نړیوال کرکټ څخه هم استعفا ورکوي.
هغه د انګلستان ټیم ډیر مخکښ رهبري کړی او په 50 اوریزو سیالیو کې یې خورا ښه پرمختګ کړی
له کله راهیسې چې نوموړی د انګلستان د محدوده اورونو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی و، هغه د انګلستان لوبډله ډېره مخکې بوتلله او په پنځوس اوریزو سیالیو کې یې ډېر پرمختګ وکړ، په ۲۰۱۹ کال کې یې انګلستان ته نړیوال جام هم وګاټه. ۳۵ کلن ایون مورګن په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې د افغانستان پر وړاندې په لوبه کې ۱۷ شپږیزې هم وهلې وې او د زیاتو شپږیزو وهلو ریکارډ یې جوړ کړی و.
نور یی ولوله | د هند لوبډلمشر روهیت شرما په کورونا اخته شو
نور یی ولوله | هرات کې د سوداګرو مېرمنو له خوا د دایمي بازار جوړېدل
نوموړي د انګلستان لپاره ۲ ټیسټ، ۲ یو ورځنۍ او ۳ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي دي
نوموړي د انګلستان لپاره ۱۶ ټېسټ، ۲۴۸ نړیوالې یو ورځنۍ او ۱۱۵ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي، چې په ټېسټ لوبو کې یې ۷۰۰، په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یې ۷۷۰۱ او په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې یې ۲۴۵۸ منډې کړې دي. همدا راز نوموړي په ټېسټ کې ۲ او نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۱۴ سلیزې هم وهلي دي.
ایون مورګن په داسې وخت کې له لوبډلمشرۍ او نړیوال کرکټ څخه استعفا ورکوي، چې هیچا یې هم فکر نه کاوه او د کرکټ مشهورو مبصرینو فکر کاوه، چې نوموړی به څو کاله نور کرکټ هم ترسره کړي.خو داسې ونه شول او نوموړې نور د کرکټ نړی ته لبیک ووایه.