نړیوال خبرونه

د کانکور ازموینې ناڅرګندې نېټې زده‌کونکي اندېښن کړي

يو شمېر نارينه او ښځينه زده‌کوونکي د روان کال د کانکور ازموينې ناڅرګندې نېټې ته اندېښنه څرګندوي او وايي چې له نامعلوم برخليک سره مخ دي

د کانکور ازموينې برخليک لا هم روښانه نه دی

دغه زده‌کوونکي زیاتوي، د کلونو کړاوونو او هڅو په منلو سره یې پوهنتونونو ته د داخلېدو لپاره چمتووالی نیولی، خو د کانکور د ازموینې برخلیک لا هم روښانه نه‌دی. له دولسم ټولګي فارغ شوی حسن الله وايي، پنځه کاله یې له خپلې کورنۍ لرې په ډېرو کړاونو سره د کانکور ازموینې لپاره چمتوالی نیولی، خو تر اوسه د کانکور ازموینې د نیټې څه څرک نه لګيږي.

اسلامي امارت د کانکور ازموینه ځنډوي

حسن‌الله په‌دې اړه وايي: «له اندرابه کابل ته د کانکور ازموینې چمتوالي ته راغلی یم، څو د خپلې خوښې رشتې ته بریالی شم، خو اسلامي امارت د کانکور ازموینه ځنډوي چې دا موږ ناهیلي کوي. دغه زده‌کوونکي د کانکور ازموینې د نیټې نه روښانوالی د نه منلو ګڼي.

نور یی ولوله | د احمد مسعود تازه څرګندونې.

نور یی ولوله | عام ولس: د امیرالمومنین اختریز پیغام کې په تمه وو چې د نجونو د ښوونځیو پرانستلو اعلان به وکړي

زده‌کوونکې صفیه وايي: «د کانکور ازموینه دې تر سره شي چې زموږ راتلونکی څرګند شي، څو د ښوونکي او ډاکټر په توګه خپلې ټولنې ته خدمت وکړو. له دې سره سم، په کابل کې د یوه روزنیز مرکز مسوول وايي، سږ کال د کانکور ازموینې د چمتوالي لپاره په ټولګيو کې د زده‌کوونکو شمېر ډېر کم دی

د یوه کورس مسوول سالم هاشمي وايي: «په هغه صورت کې چې د کانکور ازموینه وانخیستل شي، زده‌کوونکې بې‌انګېزې او بې‌برخلیکه کېږي او دا له هېواده د ځوانانو د وتلو لامل ګرځي. د کانکور ازموینه هر کال په ګرمسیر ولایتونو کې د تلې په میاشت کې اخیستل کېده او د ازموینې پایلې د سنبلې په میاشت کې اعلانېدې، خو د لوړو زده‌کړو وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې د سږ کال د کانکور ازموینه به وځنډول شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button