کابل ته د نویو بانک نوټونو کڅوړه راورسېده
د افغانستان بانک کې سرچینې طلوع نیوز ته د دې پخلی کوي چې، د نویو چاپ شویو افغانیو لومړنۍ کڅوړه پرون (چهارشنبې) کابل ته رارسېدلې؛ خو د دغو پیسو د اندازې په هکله څه نه وايي.
سرچینې
د سرچینې په وینا، ټاکل شوې د پنجشبنې په ورځ د دغو پیسو یوه بله کڅوړه هم کابل ته راورسېږي. د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، د دغو پیسو په رارسېدو سره به د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت راټیټ نه شي. د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک وویل:«هېوادوال دې اندېښنه نه کوي او دا کار د افغانیو ارزښت نه ټیټوي او د افغانیو ارزښت د ټولو بهرنیو اسعارو په وړاندې لوړ دی. مرکزي بانک حاکم دی او هره اوونۍ مارکېټ ته ډالر لېلام کوي او د افغانیو د ارزښت لوړولو لپاره هڅه کوي.
کابل ته د نوټونو رارسېدل
له دې سره سم، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي کابل ته د نویو چاپ شویو افغانیو رارسېدل ستايي او وايي چې، زړو پیسو د راکړې ورکړې پر مهال له ستونزو سره مخ کړي دي. د کابل اوسېدونکی سمیر وايي:«دغه نوې پیسې باید ژر تر ژر ووېشل شي او خلکو ته ورسېږي چې نوې پیسې د زړو هغو خای ونیسي او ټولې زړې پیسې له بازاره را ټولې کړي.
نور یی ولوله | د محرم پرته سفر باندې پابندي
نور یی ولوله | د ا.ا له جګپوړو چارواکو سره د قرغیزستان د ولسمشر ځانکړي استازي لیده کاته
د کابل بل اوسېدونکی
د کابل بل اوسېدونکی رحم الدین هم څرګندوي:«زړې پیسې دې راغونډې کړي او نوې پیسې په پازار کې خورې کړي د دې لپاره چې ډېرې ستونزې یې رامنځته کړې دي. له بل لوري اقتصاد وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د پیسو نه چاپېدو د افغانستان بانک پر اعتبار هم منفي اغېز کړی دی.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي:«اوس چې نوې پیسې چاپ شوې دي، دا یو ډول نړۍوال زمانت دی او د افغانستان مرکزي بانک اعتبار ته ارتقاع ورکوي او د افغانستان د اقتصادي خوځښت او روڼتیا لامل کېږي. تر دې مخکې د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې ویلي چې، ۳۸۰ مېلیونه نوي چاپ شوي بانک نوټونه چې ۱۰ مېلیارد افغانۍ کېږي، د پولند له لورې نوې چاپ شوي تر یوې میاشتې په کمه موده کې به افغانستان ته ولېږدول شي