Uncategorized

ټرمپ د جنايي جرمونو د تورونو په تړاو محکمې ته د حاضرېدو لپاره نیویارک ته ورسېد

د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون دوشنبې د اپریل میاشتې په ۳مه په فلوریډا کې له خپل کور څخه نیویارک ښار ته ولاړ او ټاکل شوې هغه د سه شنبې په سهار ځان امنیتي مسولینو ته له سپارلو وروسته د لګول شویو جنايي جرمونو د تورونو په تړاو محکمې ته حاضر شي

ټرمپ د متحده ایالاتو لومړنی ولسمشر دی چې د جنایي تورونو په تړاو محکمې ته حاضریږي. په هغه تور دی چې د بربنډو فلمونو یوې کارکوونکې ته یې د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو پر مهال نغدې پیسې ورکړې.

د ټرمپ مدافع وکیل جو ټاکوپینا ویلي چې هغه په محکمه کې د حاضرېدو دپاره تیار دی

ټاکوپینا د اې.بي.سي تلویزیون ته وویل چې هیله من دی له محکمې ژر ووځي. نوموړي زیاته کړه: “چېرې چې مونږ به د معمول په څیر د قاضي په وړاندې دریږو، او وایو به چې پړه نه یوو. مونږ خپل کارونه تنظیموو او د نورو موندنو لپاره مخکې ځو.”

ټاکوپینا پدې باور دی چې قضیه ډيره کمزورې او سیاسي مقاصد يي ترشا دي، خو د قاضي د بې پرې توب په اړه يي د ټرمپ اندېښنې شریکې نه کړې. هغه وویل: “ایا زه فکر کوم چې قاضي بی طرفه ندی؟ البته نه. ما چې د قاضي سره هیڅ ډول خبرې نه دي کړي، نو څنګه کولی شم دا تصور وکړم چې هغه بی طرفه نه دی.”

ټرمپ پر څارنوال الوین براګ چې د هغه خلاف یې دا قضیه درج کړې، هم سخت انتقاد کړی. د نیویارک په منهاټن کې پخوانی څارنوال سایروس وینس د ان.بي.سي تلویزیون په خپرونه کې وویل چې دا نیوکې ښایي متقابل عکس العمل ولري.

وینس وویل: “که د قاضي په مخ کې د حکومت په فعالیتونو کې مداخله، یا اخطار یا بل ډول اضافه خبره مو وکړه، دا د هغې قضیې په اړه د منصفه پلاوي ذهن بدلولی شي چې غور پری کوي.”

نور ولولئ:منصفه هیئت ټرمپ رسما تورن کړ

د ټرمپ بل مدافع وکیل جیم ټرسټي، د فاکس نیوز ته وویل: “فکر کوم دا به یو قاضي ته ډيره ګرانه وي چې د یو داسې کس په اړه حکم ورکړي چې غواړي جمهوري ریاست ته کاندید شي. فکر کوم دا به پدې هیواد ډیر ژور اغیز وکړي.”

د ټرمپ مدافع وکیل وویل، محکمې ته د نوموړي د حاضرېدو په خاطر په نیویارک کې د محکمې دننه او شاوخوا ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

دا قضیه په داسې وخت کې راسپړل شوې چې ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره کمپاین پیلوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button