نړۍ خبرونه

ملګري ملتونه: په سوډان کې تر دې مهاله ۱۸۵ کسان وژل شوي

ملګري ملتونه وايي چې په سوډان کې په وروستیو نښتو کې لږ تر لږه ۱۸۵ کسان وژل شوي دي. په سوډان کې د ملګرو ملتونو استازي ویلي دي چې تر ۱۸۰۰ زیات عام خلک او سرتیري ټپیان شوي دي

په سوډان کې د ملګرو ملتونو استازي فولکر پرتس ویلي دي چې په سوډان کې د پوځ او د «چټک ملاتړ ځواکونو» په نوم د ملیشو ترمنځ په وروستیو نښتو کې ۱۸۵ کسان وژل شوي او ۱۸۰۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه: وضعیت خورا بې ثباته دی. ډېر خطرناک دی. دا ډېره ستونزمنه ده چې قضاوت وکړو چې توازن به په کوم لوري بدل شي.

نور ولولئ: د سوډان په تاوتریخوالي کې لسګونه کسان وژل شوي دي

له شنبې ورځې راهیسې د دغو نښتو لامل د هېواد په پوځ کې د چټکو ملاتړو ځواکونو په نوم د ملېشو پلان شوی ادغام دی چې ملکي حکومت ته د واک د لېږدولو په پلان کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.

دغه شخړه د دغه هیواد د پوځي واکمن عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال، محمد حمدان داغلو، د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه د ملېشو د مشر تر منځ له کړکیچ وروسته پیل شوه

پوځ او ملېشې يو پر بل د شخړو د پيل تورونه لګوي. په همدې حال کې تاوتریخوالی د سوډان له پلازمېنې خرطوم څخه د هيواد نورو برخو ته هم غځېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیتس وویل:” د شخړو پراخېدل نه یوازې اوسنی نازک وضعیت لا پسې خرابوي، بلکې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې او نور مرستندویه همکاران دې ته اړ باسي چې تر ۲۵۰ ډېر پروګرامونه په موقتي ډول په سوډان کې ودروي.

د سمدستي اوربند غوښتنه

درې افریقایي هيوادونه چې د ملګرو ملتونو غړي دي: ګانا، ګابون او موزمبیق د امنیت شورا له غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه. خو د جګړې دواړو لورو تر اوسه دغې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

جي۷ ډله چې جرمني، جاپان، فرانسه، ایټالیا، کاناډا، امریکا متحده ایالات او بریتانیا پکې شامل دي، په سوډان کې د جګړې دوام په کلکه غندلی او د جګړې د بې قیده بندیدو غوښتنه یې کړې ده.

البرهان په سوډان کې د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر له پوځي کودتا راهیسې واک لري. په ۲۰۱۹م کال کې د پخواني ولسمشر عمر البشیر له ګوښه کېدو وروسته هغه حکومت له کاره ګوښه کړ چې د ډیموکراټیکو ټاکنو په ترسره کولو مکلف و. د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم ملېشه یي جنګیالي د جنجوید جنګیالیو څخه جوړ شوي دي چې د جنوبي سوډان په دارفور سیمه کې یې د ملکي خلکو په وړاندې جنایتونه کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button