نړیوال خبرونه

امیر عبداللهیان امیر خان متقي ته ویلي: د هلمند سیند اوبو کې حقابه مو جدي غوښتنه ده

د ایران بهرنیو چارو وزیر حسن امیر عبداللهیان د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته ویلي چې هېواد د افغانستان له لوري د اوبو ورخوشي کولو او له هلمند سینده د اوبو حق غوښتونکی دی

د ایران بهرنیو چارو وزارت له لوري پر ټویټر پاڼه ليکل شوی، امیر عبداللهیان له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرو کې هغه ته ویلي: ”د افغانستان له لوري د اوبو ورپرېښوول، او د ایران اوبو حق په عملي بڼه ورکول د ایران اسلامي جمهوریت جدي غوښتنه ده او دا موضوع پر خپلمنځي اړیکو اغېز لري.”

د ایران بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې:

”د ایران حقابې (د سیند په اوبو کې حق) نه ورکولو له کبله چې د ایران په سیستان او بلوچستان سیمو کې د وچکالۍ کومې ستونزې رامنځته شوې، د اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزیر دې ستونزو ته په اشارې سره هیله څرګنده کړه چې افغان لوری به هم د اوبو راخوشي کولو او سیستان ته رسېدو کې لازم اقدامات وکړي.

نور ولولئ: افغانستان کې د ځمکې مخ اوبه په بې ساري ډول کمې شوې دي

د ایران بهرنیو چارو وزارت دغه راز د ایراني پوله ساتو ځواکونو او طالبانو تر منځ د پولې اوږدو کې تاوتریخوالي او شخړو ته په اشارې سره دا هر څه د دواړو هېوادونو تر منځ د خپلمنځي اړیکو لړ کې منفي عوامل بللي او په وینا یې د ګډې پولې په اوږدو کې امنیت ته ژمنتیا زموږ لپاره سره کرښه ده.

د یادونې ده چې تېره یکشنبه هم په ځینو رپوټونو کې ویل شوي و چې د ایراني امنیتي ځواکونو او طالبانو امنیتي کسانو تر منځ د پولې اوږدو کې نښته شوې او د یوه کس وژل کېدو خبره هم شوې وه.

نور ولولئ: د ایران یوه سرچینه وایې د کمال خان بند اوبه سیستان ته رسېدلې

د افغانستان او ایران تر منځ ۱۳۵۱ کال کې د افغان صدراعظم محمد موسی شفیق او د ایران هغه وخت لومړي وزیر امیر عباس هویدا د اوبو وېش یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې د افغانستان لپاره به د اوبو کفایت په صورت کې ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته پرېښوول کېږي.

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست په دې هکله وايي:

”واقعیت دا دی چې پروسږکال د دې هوکړې او د اوبو کچې برعکس هغه اوبه چې زموږ خاور ته ورسېدې له نژدې ۲۷ میلیونه متر مکعبه زیاتې نه وې. دا له څو ځله اوبو پرېښوولو وروسته همداسې وه، دا د هغې هوکړې او د هغه څه تر منځ چې ترسره شوي، یو لوی توپیر او ژوره تشه ده.”

بل لور په افغانستان کې د طالبانو حکومت اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد د ایراني دیپلومات دې څرګندونو ته ځواب کې وايي: افغانستان له ایران سره د اوبو هوکړې ته ژمن دی. نوموړي زیاته کړه:

نور ولولئ: یو ایرانی پلاوی د هلمند د اوبو په تړاو خبرو لپاره کابل راځي

”موږ د ۱۳۵۱ کال له هوکړې سره سم له هلمند سنده اوبه ایران ته ورکړې او په راتلونکي کې هم له هغې هوکړې سره سم د اوبو حق ورکولو ته ژمن یو.”

هلته په ایران کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني، سیستان، بلوچستان ته د ایران بهرنیو چارو وزیر د سفر خبره کړې.

د نوموړي په وینا د دې سفر هدف د ځايي چارواکو په ګډون په هلمند سیند اوبو کې د اوبو حق په هکله بحث کې ګډون دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button